ads

بارك اوباما وايي، چې سوريه کې د کېمياوي وسلو کارول به لوبه بدله کړي

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، د هغو رپوټونو په اړه به جدي پلټنې وشي، چې وايي د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو کېمياوي وسلې کارولې دي. د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، د هغو رپوټونو په اړه به جدي پلټنې وشي، چې وايي د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو کېمياوي وسلې کارولې […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1392
بارك اوباما وايي، چې سوريه کې د کېمياوي وسلو کارول به لوبه بدله کړي

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، د هغو رپوټونو په اړه به جدي پلټنې وشي، چې وايي د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو کېمياوي وسلې کارولې دي.

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، د هغو رپوټونو په اړه به جدي پلټنې وشي، چې وايي د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو کېمياوي وسلې کارولې دي.

د اردن له پاچا عبدالله سره په خبرو کې بارك اوباما وويل، که داسې شواهد ترلاسه شي، چې کېمياوي وسلې کارول شوي، نو دا به له بنسټه حالات او لوبه بدله کړي.

هغه زياته كړه، چې د اردن په څېر هېوادونو سره کار کوي، څو په سوريه کې د کېمياوي وسلو د کارېدو په اړه شواهد ترلاسه شي.

د امريکا جمهوررئيس زياته کړه، چې که کېمياوي وسلې کارول شوې وي، د دې شونتيا هم شته، چې د ترهګرو لاسونو ته ولوېږي.

په همدې حال کې د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون هم ويلي، چې په سوريه کې د کېمياوي وسلو د کارونې په اړه زياتېدونکي شواهد ښايي جنګي جرمونو ته لاره هواره کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA