ads

امريکا هند ته د درې اړخيزې غونډې په اړه معلومات وركړي

  د امريكا د بهرنيوچارو وزارت مرستيال ويليم برنز William Burns پرون د قزاقستان په الماتا ښار كې د پاکستان، افغانستان او امريکا د درې اړخيزې غونډې په اړه هند ته معلومات ورکړي او همدارنګه په افغانستان كې د سولې د پروګرام په اړه يې هم له نوي ډيلي سره خپل نظر شريك كړى دى. […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1392
امريکا هند ته د درې اړخيزې غونډې په اړه معلومات وركړي

د امريكا د بهرنيوچارو وزارت مرستيال ويليم برنز William Burns پرون د قزاقستان په الماتا ښار كې د پاکستان، افغانستان او امريکا د درې اړخيزې غونډې په اړه هند ته معلومات ورکړي او همدارنګه په افغانستان كې د سولې د پروګرام په اړه يې هم له نوي ډيلي سره خپل نظر شريك كړى دى.

په بهرنيو چارو کې د هند د دولت وزير سلمان خورشيد پرون په الماتا ښار کې د آسيا د زړه په کنفرانس کې له ګډون وروسته په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال همدارنګه په بروکسل کې له جان كېري سره د پاکستاني چارواکو د خبرواترو او نورو پرمختياوو په اړه ده ته معلومات ورکړل.

د خورشيد په وينا، له برنز سره د ده د کتنې هدف د معلوماتو شريکول او د افغانستان لس کلنې جګړې ته د سياسي حل لارې د موندلو په مقصد د دواړو خواوو په هڅو کې د همغږۍ او سمون راوستل و.

د رپوټونو له مخې، په بروکسل کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير له جمهوررئيس كرزي او د پاکستان د پوځ له لوى درستيز جنرال کياني سره په کتنه کې د سيمې د امنيت او تر ۲۰۱۴ کال پورې د پلانونو په اړه خبرې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA