ads

لغمان كې د دوو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

  د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو ښوونځو لپاره جوړې شوې ودانۍ  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. چارواکي وایي، پریادو دواړو ودانیو څوارلس نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په وینایې، د جاپان سفارت لخوا ورکړل شوى دى.         د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو ښوونځو لپاره جوړې شوې […]

نویسنده: TKG
6 غویی 1392
لغمان كې د دوو ښوونځيو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

 

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو ښوونځو لپاره جوړې شوې ودانۍ  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. چارواکي وایي، پریادو دواړو ودانیو څوارلس نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په وینایې، د جاپان سفارت لخوا ورکړل شوى دى.

 

 

 

 

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو ښوونځو لپاره جوړې شوې ودانۍ  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

چارواکي وایي، پریادو دواړو ودانیو څوارلس نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په وینایې، د جاپان سفارت لخوا ورکړل شوى دى.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د ښوونځیو یادې ودانۍ د قرغیو ولسوالۍ په مندروړ او بلوچ اباد سیمو کې رغول شوې دي.

ځواك زياته كړه، یوه ودانۍ د نجونو او بله هغه یې د هلکانو د ښوونځی لپاره ده، چې په خبره یې د جاپان سفارت په مالي مرسته جوړه شوې ده.

د ځواک په وینا، دغه ودانۍ په لسو میاشتو كې په اساسی ډول جوړې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړه ودانۍ دولس، دولس خونې لري، چې په خبره یې څلور یې اداري او اته نورې یې تدریسي دي او دغه راز ۱۶۰ جوړې میز او چوکۍ هم لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA