ads

راسموسن وايي، پاکستان بايد په خپله خاوره کې ترهګر وځپي

د ناټو عمومي منشي انډريس فوګ راسموسن تېره ورځ  په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې او د افغانستان په اړه له خبرو وروسته وويل، پاکستان بايد وسله وال طالبان، چې د دغه هېواد له خاورې څخه په استفادې په افغانستان کې بريدونه کوي، وځپي. د ناټو عمومي منشي انډريس فوګ […]

نویسنده: TKG
4 غویی 1392
راسموسن وايي، پاکستان بايد په خپله خاوره کې ترهګر وځپي

د ناټو عمومي منشي انډريس فوګ راسموسن تېره ورځ  په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې او د افغانستان په اړه له خبرو وروسته وويل، پاکستان بايد وسله وال طالبان، چې د دغه هېواد له خاورې څخه په استفادې په افغانستان کې بريدونه کوي، وځپي.

د هغه په وينا، ناټو د پاکستان له حکومت او پوځه په کلکه وغوښتل، چې په سرحدي سيمه کې د سخت دريځو پرضد پوځي اقدام وکړي او خپلې هلې ځلې توندې کړي.

د ناټو عمومي منشي پرون په بروکسل کې له جمهوررئيس حامد کرزي سره هم وکتل او د افغانستان د سولې د بهير، په دې پروسه کې د پاکستان د رول او د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه يې خبرې وکړې.

راسموسن وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به افغان ملي ځواکونه د ټول افغانستان د امنيتي چارو مسووليت په غاړه واخلي او د ايساف د جګړه ييز ځواک ماموريت به روزنې، مشورې او همکارۍ ته بدل شي.

جمهوررئيس حامد كرزي د افغان ملي ځواکونو په اړه وويل، دوی ډېر پياوړي شوي او کولی شي، چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

جمهوررئيس حامد كرزى به نن په بروکسل کې د پاکستان او امريکا له لوړ پوړو چارواکو سره په يوه درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA