د بلجيم په پايتخت بروکسل کې د ناټو او ايساف د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه، چې په كې د ناټو د ٢٨ غړيو هېوادونو او ايساف ٢٢ هېوادونو ترڅنګ د افغانستان، روسيې او پاکستان استازي هم ګډون كوي، نن پيل شوه.

دغه غونډه نن د بلجيم په وخت د سهار په اتو بجو د ناټو د عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن لخواخبريالانو ته تر لنډو خبرو وروسته پيل شوه.
راسمون وويل، په دې غونډه کې دوى ته ددې زمينه برابره شوې، چې ترڅو د ناټو غړي هېوادونه تر ٢٠١٤ کال مخکې او له دې کال وروسته د رامنځته شويو امنيتي ننګونو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړي.
د هغه په وينا، د غونډې په لومړۍ ورځ به پر منځني ختيځ، سوريې، ترکيې، شمالي کوريا او ځينو نورو موضوعاتو هم رڼا واچول شي.
نوموړي زياته كړه، چې ددې غونډې په دويمه ورځ به په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې کوي او په افغانستان کې شوي پرمختګونه به ارزول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ