ads

په بروكسل كې د كابل او اسلام آباد تر منځ بېړنۍ غونډه جوړېږي

ټاكل شوې چې د امريكا په هلوځلو روانه اونۍ د كابل او اسلام آباد تر منځ داسې يوه غونډه جوړه شي چې پكې د دواړو هېوادونو پر اړيكو هر اړخيزه بحثو نه وشي.     ټاكل شوې چې د امريكا په هلوځلو روانه اونۍ د كابل او اسلام آباد تر منځ داسې يوه غونډه جوړه […]

نویسنده: TKG
2 غویی 1392
په بروكسل كې د كابل او اسلام آباد تر منځ بېړنۍ غونډه جوړېږي

ټاكل شوې چې د امريكا په هلوځلو روانه اونۍ د كابل او اسلام آباد تر منځ داسې يوه غونډه جوړه شي چې پكې د دواړو هېوادونو پر اړيكو هر اړخيزه بحثو نه وشي.

 

 

ټاكل شوې چې د امريكا په هلوځلو روانه اونۍ د كابل او اسلام آباد تر منځ داسې يوه غونډه جوړه شي چې پكې د دواړو هېوادونو پر اړيكو هر اړخيزه بحثو نه وشي.

د بي بي سي د مالوماتو پر بنسټ ياده غونډه به په بېړني ډول،  روانه اونۍ په بروكسل كې د امريكا په منځګړ توب او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير جان كېري په اګډون د پټو دروازو تر شا جوړه شي.

د سرچينې د مالوماتو له مخې په غونډه كې به د دواړو هېوادونو د نورو لوړپوړو  چارواكو په ګډون د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزى او د پاكستان د پوځ مشر هم برخه واخلي.

د جمهور رئيس وياند ايمل فيضي هم  بي بي سي ته د يادې ناستې پخلى كړى.

د غونډې هدف د افغانستان او پاكستان تر منځ  د روانو ناندرو پايته روسول بلل شوې.

د يادونې وړ ده چې د بريټانيا په مشرۍ څو مياشتې وړاند د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيكو د رغولو په هدف ورته هڅه شوې وه خو په دې وروستو كې د كابل او اسلام آباد تر منځ اړيكې يوځل بيا كړكېچنې شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA