ads

هيګل: ایران سیمې او نړۍ ته یو واقعي او رښتينی ګواښ دی

د امریکا دفاع وزیر اسرائیلو ته د سفر په ترڅ کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لسو ملیاردو ډالرو پوځي تړون ایران ته یو روښانه پیغام ورکوي، چې د اټومي پروګرام پر وړاندې له پوځي حل لارې کار اخیستل ګټه نه لري. د امریکا دفاع وزیر اسرائیلو ته د سفر په ترڅ […]

نویسنده: TKG
2 غویی 1392
هيګل: ایران سیمې او نړۍ ته یو واقعي او رښتينی ګواښ دی

د امریکا دفاع وزیر اسرائیلو ته د سفر په ترڅ کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لسو ملیاردو ډالرو پوځي تړون ایران ته یو روښانه پیغام ورکوي، چې د اټومي پروګرام پر وړاندې له پوځي حل لارې کار اخیستل ګټه نه لري.

چک هیګل منځني ختیځ ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ پرون اسرائیلو ته ورسید.

نوموړي وویل، چې ایران سیمې او نړۍ ته یو واقعي او رښتينی ګواښ دی.

نوموړي اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي پر مخنیوي ټینګار وکړ.

له دې وړاندې د امريکا د دفاع وزير چک هېګل ويلي وو، ايران بايد له اسرائيلو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره د امريکايي وسلو معاملې ته په دې نظر وګوري، چې لاهم د ايران د اتومي لانجې د حل لپاره پوځي حل لاره مطرح ده.

هېګل ويلي، ايرانيانو ته ښايي، چې د اتومي وسلو جوړولو چاره را لنډه کړي او پرېنږدو چې دوى خپلو اهدافو ته ورسېږي.

هېګل تراسرائيلو وروسته سعودي او اماراتو ته هم سفر کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA