ads

د بوسټون بریدګرو د ګڼو نورو بریدونو د ترسراوي پلان درلود

د امریکا امنیتي ادارې وايي د دوی تازه پلټنې ښيي چې د بوسټون بریدګرو د ګڼو نورو بریدونو د ترسراوي پلان درلود. د بي بي سي خبري شبکې د یوه راپور پر اساس، « جوهر سارنایوف او تیمورلنګ سارنایوف» له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ګڼ لاسي بمونه او د امریکا امنیتي ادارې وايي […]

نویسنده: TKG
2 غویی 1392
د بوسټون بریدګرو د ګڼو نورو بریدونو د ترسراوي پلان درلود

د امریکا امنیتي ادارې وايي د دوی تازه پلټنې ښيي چې د بوسټون بریدګرو د ګڼو نورو بریدونو د ترسراوي پلان درلود. د بي بي سي خبري شبکې د یوه راپور پر اساس، « جوهر سارنایوف او تیمورلنګ سارنایوف» له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ګڼ لاسي بمونه او

د امریکا امنیتي ادارې وايي د دوی تازه پلټنې ښيي چې د بوسټون بریدګرو د ګڼو نورو بریدونو د ترسراوي پلان درلود.

د بي بي سي خبري شبکې د یوه راپور پر اساس، « جوهر سارنایوف او تیمورلنګ سارنایوف» له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ګڼ لاسي بمونه او وسلې درلودې چې غوښتل یی د نورو بریدونو لپاره يې وکاروي.

امریکايي چارواکي وايي دغو دواړو چیچنایی الاصله ورونو تېره اونۍ په بوسټون ښار کې د ماراتون ځغاستې په سیالیو کې تر سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د امریکا د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تیمورلنګ سارنایوف وژل شوی، خو جوهر په ټپي حالت د امریکا په یوه روغتون کې دی.

ویل کیږي چې نوموړی لا هم د خبرو جوګه نه دی او نه شي کولای چې د پلټونکې ډلې پوښتنې ځواب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA