ads

کندوز کې ماینونه جګړه کوي

د کندوز ولایت د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي اوس د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي. دا خبره په شمال ختیځ زون کې د ماین پاکۍ موسسې یوه همغږي کوونکي کلید ته وکړه. سیداغا وايي چې د کندوز ولایت په پنځو ولسوالیو کې په پراخه     د کندوز ولایت د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي اوس د […]

نویسنده: TKG
1 غویی 1392

د کندوز ولایت د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي اوس د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي. دا خبره په شمال ختیځ زون کې د ماین پاکۍ موسسې یوه همغږي کوونکي کلید ته وکړه. سیداغا وايي چې د کندوز ولایت په پنځو ولسوالیو کې په پراخه

 

 

د کندوز ولایت د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي اوس د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي.

دا خبره په شمال ختیځ زون کې د ماین پاکۍ موسسې یوه همغږي کوونکي کلید ته وکړه. سیداغا وايي چې د کندوز ولایت په پنځو ولسوالیو کې په پراخه پیمانه ماینونه شته او خلک ګواښي.

سیداغا وايي: (( موږ هڅه کړې چې په ځينو سيمو كې د ماينونو خطر راكم كړو، خو په ډېرو سيمو كې د ماينونو ستونزه پرځاى پاتې ده.))

نوموړی زياتوي: (( په خان اباد، دشت ارچي او امام صیب ولسوالیو کې ځينې کلي اوس هم په ماینونو ککړ دي، په چادره کې ۶ کليو کې ماینونه دي، خو په علي اباد کې هم خلک په ډاډه زړه ژوند نشي کولای.))

په شمال ختیځه حوزه کې د ماین پاکۍ موسسې دغه همغږي کوونکي وویل چې دا ماینونه د شوروي د یرغل او تنظیمي جګړو پرمهال ښخ شوي دي: (( موږ د کندوز مرکز او قلعه ذال ولسوالي له ماینونو پاکه کړې ده.))

سیداغا وايي چې دوی سږکال کلي په کلي سروې پیل کړې، څو په ماین ککړې سیمې په نښه کړای شي:  ((په چارده کې ۹۵ په سلو کې ځمکه چاڼ او سروې شوې، په خان اباد او مرکز یو شمېر سیمې سروې شوي، خو ډېرې نورې لا زموږ له پوښښه پاتې دي.)

د ملګرو ملتونو د خپرو شویو شمېرو له مخې ماینونه اوس هم په افغانستان کې په میاشتنۍ کچه لږ ترلږ ۴۰ تنه قربانیان لري.

د اوتاوا د تړون له مخې باید تر ۲۰۱۳ کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو پاکې شوې وای، خو د ماین پاکولو ادارې د نورو ستونزو ترڅنګ نا امني دې هدف ته د رسېدو په وړاندې یوه مهمه ننګونه په ګوته کوي.

د ماین پاکۍ د موسسو د شمېرو له مخې تر دې مهاله د افغانستان څه باندې ۲۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو پاکه شوې او په ۶۸۵ کیلو متره مربع سیمه کې لا هم ناچاودېدلي ماینونه شته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په مرسته په ۱۹۸۹ میلادي کال د ماين پاكۍ كار پیل شوى دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA