ads

چين د امريکا د بشري حقونو کلنی راپور رد کړ

د چين دولت د امريکا د بشري حقونو هغه کلنی راپور رد کړ چې وايي، په چين کې مسلمانان او د بشر حقونو فعالان تر زور زياتي او فشار لاندې دي. دوی په ورته وخت کې پر امريکا تور ولګاوه چې امريکا پخپله د ښځو او قومي لږکيو پر وړاندې تبعيضي چلند او د وسله […]

نویسنده: TKG
1 غویی 1392
چين د امريکا د بشري حقونو کلنی راپور رد کړ

د چين دولت د امريکا د بشري حقونو هغه کلنی راپور رد کړ چې وايي، په چين کې مسلمانان او د بشر حقونو فعالان تر زور زياتي او فشار لاندې دي. دوی په ورته وخت کې پر امريکا تور ولګاوه چې امريکا پخپله د ښځو او قومي لږکيو پر وړاندې تبعيضي چلند او د وسله والو جرايمو زياتېدا سره مرسته کوي.

د چين دولت د امريکا د بشري حقونو هغه کلنی راپور رد کړ چې وايي، په چين کې مسلمانان او د بشر حقونو فعالان تر زور زياتي او فشار لاندې دي.

دوی په ورته وخت کې پر امريکا تور ولګاوه چې امريکا پخپله د ښځو او قومي لږکيو پر وړاندې تبعيضي چلند او د وسله والو جرايمو زياتېدا سره مرسته کوي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امريکا د بشري حقونو اړوند پخپل کلني راپور کې ويلي، چې چين مسلمانان او د بشر حقونو فعالان تر سخت فشار او زور لاندې راوستي.

د چين حکومت نن د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې امريکا د دغه راز نيوکو پر ځای بايد د خپلو ستونزو حل کولو ته مخه کړي.

د دوی په وينا، د بشر حقونو اړوند د امريکا دا رپورټ له ګڼو ناسمو قضاوتونو ډک دی.

په راپور کې راغلي، چې د ډېرو امريکايي وګړو شخصي ژوند له سخت تاوتريخوالي او جناياتو سره مخ دی او په هېڅ صورت د امريکايي حکومت لخوا يې ملاتړ نه کيږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA