ads

ځمکه او اقلیمي بدلونونه

په هېواد کې د هوا او چاپېریال د پاکوالي لپاره د چاپېریال ساتنې ملي اداره په پام کې لري چې د چاپېریال د ککړتیا، د اقلیم د بدلون او د اغېزو په اړه یې یوه پراخه سروې ترسره کړي. په هېواد کې د هوا او چاپېریال د پاکوالي لپاره د چاپېریال ساتنې ملي اداره په […]

نویسنده: TKG
1 غویی 1392

په هېواد کې د هوا او چاپېریال د پاکوالي لپاره د چاپېریال ساتنې ملي اداره په پام کې لري چې د چاپېریال د ککړتیا، د اقلیم د بدلون او د اغېزو په اړه یې یوه پراخه سروې ترسره کړي.

په هېواد کې د هوا او چاپېریال د پاکوالي لپاره د چاپېریال ساتنې ملي اداره په پام کې لري چې د چاپېریال د ککړتیا، د اقلیم د بدلون او د اغېزو په اړه یې یوه پراخه سروې ترسره کړي.

د چاپېریال ساتنې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو مرستیال ډاکټرعباس بصیر وایي چې په هیواد کې هوا ډېر بدلون کړی او روانه وچکالي یې د بدلون یوه ښه بېلګه په ګوته کوي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې نړیواله اداره وايي چې د دوی د معلوماتو له مخې او په نړۍ کې د هوا له ثبت شویو درجو اوڅرنګوالي داسې ښکاري چې په نړیواله کچه د ځمکې تودوخه مخ په زیاتېدو ده  .

که څه هم چې صنعتي فعالیتونه د اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري بلل کېږي، خو د هوا پېژندنې دغه اداره په نړیواله کچه د صنعتي فعالیتونو او فابریکو د ډېروالي له کبله په چاپېریال کې د کاربن په څېرد مضرو ګازونو تولید د هوا د تودېدو ځینې مهم عوامل بولي .

د ملګرو ملتونو د چاپېريال ساتنې اداره  وچکالي، موسمي سړې څپې، د سېلابونو راوتل او د ځنګلونو له منځه تلل په نړۍ کې د اقليمي بدلونونو ناوړه اغېزې بولي .

زموږ د پېړۍ او اوسني عصر لويه ستونزه محيطي ستونزې دي. د چاپېريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى. پوهانو ته ثابته شوې ده چې د چاپېريال ساتنې په برخه كې څېړنې نظر نورو ټولو څېړنو ته ستونزمنې، مهمې، د بېلابېلو برخو لرونكې او ضروري دي. چاپېريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو ( ونو ، بوټو، ژويو) لپاره حياتي ارزښت لري. زموږ په ټولنه كې هم دا ستونزه په يوه اساسي او د پام وړ مسئلې اوښتې ده، په تېره بيا په كابل ښار كې چاپېريال دومره ككړ او غير صحي دى چې ځينې وخت خو په ډېره كمه فاصله كې موټر چلوونكي په دې نه توانېږي چې مقابل لورى وويني.

كه چېرې د هېواد په كچه د يوه لويې او سترې بېلګې  په توګه له كابل ښاره يادونه وكړو، ليدل كېږي چې نه یوازې زرګونه نقليه وسيلې په ورځنۍ كچه په ټنونو زهري ګازات فضا ته استوي، بلكې وړې او غټې فابريكې، د خښتو بټۍ، بدرفتونه اود كاناليزاسيون نه موجوديت هم د چاپېريال په ككړولو كې خورا زياته ونډه لري.

دا ټول هغه څه دي چې د ښار هوا یې له صحي اړخه زیانمنه کړې چې په تنفس کولو سره یې وګړي، په بېلابېلو تنفسي، قلبي، دماغي او حتى سرطاني ناروغیو اخته کېږي.

د څه باندې دوه کاله وړاندې څېړنو پر بنسټ،  د هرو ۱۰۰۰ ماشومانو له جملې څخه ۱۹۰ تنه يې هر كال د ككړ چاپېريال له كبله په افغانستان كې خپل ژوند له لاسه وركوي چې شاید دا شمېره اوس تر دې هم اوښتې وي.

خو د نړيوالو شمېرو له مخې، په سلو كې څلوېښت مړينې د تنفسي ناروغيو او تر ۹۰ پورته د ككړ چاپېريال له كبله پېښېږي.

د هوا د ككړتيا  په سلو ۷۰ علت هغه ناسوځنده مواد دي چې له موټرو دباندې وځي او په فضا كې معلق پاتې كېږي.

د افغانستان ښكلى چاپېريال چې پخوا يې د توريزم له نظره د زياتو نړيوالو سيلانيانو پاملرنه ځانته را اړولې وه او له دې لارې هېواد ته ډېر عايدات تر لاسه كېدل، اوس يې د چاپېريال د تخريب او ويجاړېدنې او د امنيت د ناډاډمن حالت په صورت كې دا ارزښت او اهميت په بشپړه توګه له لاسه وركړى دى.

ښارونو ته د زياتو خلكو راماتېدو، د استو ګنې لپاره د مناسبو كورونو كمښت او د ښاروالۍ د خدمتونو نشتوالى، په ښارونو كې د خلكو ګڼه ګوڼه او تر څنګ يې د نقليه وسايطو د زياتوالي له كبله د هوا او اوبو د ككړتيا او داسې نورو بې شمېره ستونزو په خپل ځاى د ژوند چاپېريال له ډېر ناوړه حالت سره مخامخ كړى دى.

د يو ملت د استو ګنې او د ژوند د چاپېريال ساتنه تر هر څه لومړى د هغوى خپله لومړنۍ او اساسي دنده ګڼل كېږي، ځكه چې انسان پخپله د ژوند د چاپېريال د تخريب او هم يې د ساتنې، بيارغونې او ښېرازه كولو په چارو كې بنسټيز رول لري چې بیا هم له بده مرغه په دې برخه کې هم زموږ د هېوادوالو ونډه ډېره کمه او نامسوولانه ده، ځکه د خپلې کوڅې، ښار او سیمې په پاک ساتلو او پاکولو کې ونډه نه اخلي. نو همدې ټكي ته په پاملرنې سره موږ د خپل هېواد د ژوند د چاپېريال د ويجاړېدنې د مخنيوي لپاره تر هر څه لومړى په ملي كچه د ژوند د چاپېريال ساتنې د فعالو ارګانونو او ادارو د موجوديت اړتيا احساسوو چې د اجراآتو لپاره لازمه قوانين او لايحې ولري چې دا د دولت دنده او مسووليت دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA