ads

امريكا له سوري ياغيانو سره خپلې مرستې دوه برابره كړې

امريكا له سوريايي ياغيانو سره د خپلو مرستو د دوه برابره كېدو اعلان وكړ. د امريكا د بهرينو چارو وزير جان كيرى په استانبول كې د سوريې د رژيم د مخالفينو په يوه غونډه كې ژمنه وكړه چې هېواد به يې په خپله نوې غير پوځي امريكا له سوريايي ياغيانو سره د خپلو مرستو د […]

نویسنده: TKG
1 غویی 1392
امريكا له سوري ياغيانو سره خپلې مرستې دوه برابره كړې

امريكا له سوريايي ياغيانو سره د خپلو مرستو د دوه برابره كېدو اعلان وكړ. د امريكا د بهرينو چارو وزير جان كيرى په استانبول كې د سوريې د رژيم د مخالفينو په يوه غونډه كې ژمنه وكړه چې هېواد به يې په خپله نوې غير پوځي

امريكا له سوريايي ياغيانو سره د خپلو مرستو د دوه برابره كېدو اعلان وكړ.

د امريكا د بهرينو چارو وزير جان كيرى په استانبول كې د سوريې د رژيم د مخالفينو په يوه غونډه كې ژمنه وكړه چې هېواد به يې په خپله نوې غير پوځي مرسته كې ۱۲۳ ميليونه ډالر ياغيانو ته ورکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير دغه راز اعلان وکړ چې له دې وروسته به د سوريې د ۱۱ ملګرو هېوادونو مرستې په ترکيه کې د مېشتې ازادې سوريې پوځ په وسيله کېږي، چې مشري يې جنرال سليم ادريس کوي.

په دې غونډه کې د هغو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون درلود چې په سوريه کې د بشارلاسد له حکومت سره مخالفت لري.

ياغيانو د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې پوځي مرستې دې ورسره وکړي او ټينګار يې کاوه چې مرسته شوې وسلې به د ورانکارو لاسونو ته نه ورځي.

غربي هېوادونو د سوري رژيم له مخالفې ډلې سره مرستو ته د شك په سترګه كوري ځكه دوى وېره لري چې دغه مرستې ترورستي شبكو لاسته ونه لوېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA