ads

آیا طالبان د ښځو پر وړاندې نرم شوي؟!

د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په ۶مه کله چې طالبانو کابل ونیو، سمدلاسه یې پر ښځو راباندې کړه. که هغه مهال په کابل کې څوک اوسېدلی وي، د سړکونو پر سر به د ډېرو هغو ښځو د ډبولو شاهد پاتې وي چې د بې حجابۍ او یا بد حجابۍ په نوم یې له محرم […]

نویسنده: TKG
31 وری 1392
آیا طالبان د ښځو پر وړاندې نرم شوي؟!

د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په ۶مه کله چې طالبانو کابل ونیو، سمدلاسه یې پر ښځو راباندې کړه. که هغه مهال په کابل کې څوک اوسېدلی وي، د سړکونو پر سر به د ډېرو هغو ښځو د ډبولو شاهد پاتې وي چې د بې حجابۍ او یا بد حجابۍ په نوم یې له محرم سره سره د نامحرمو طالبانو درې

د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په ۶مه کله چې طالبانو کابل ونیو، سمدلاسه یې پر ښځو راباندې کړه. که هغه مهال په کابل کې څوک اوسېدلی وي، د سړکونو پر سر به د ډېرو هغو ښځو د ډبولو شاهد پاتې وي چې د بې حجابۍ او یا بد حجابۍ په نوم یې له محرم سره سره د نامحرمو طالبانو درې خوړلې. که له دې را تېر شو کابل ته د طالبانو په راتګ د ښوونځيو او پوهنتونونو زده کوونکې او محصلانې هم په کور کیناستې، لږ ځند وروسته دولتي ښځینه کارکوونکې که څه هم په چادریو کې وظیفو ته تللې په کور شوې، خو په دې توپیر چې معاشونه به یې اخستل؛ یعنې د معاشونو د اخستو لپاره به خپلو اړوندو ادارو ته تللې چې بیا وروسته د نامطلوبو په نوم د نورو ډېرو دولتي کارکوونکو په څېر له دندو ګوښه شوې، فقط ډاکټرو ښځو ته اجازه وه چې روغتون او کلینیکونو ته ولاړې شي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي، خو هغه هم باید په چادرۍ کې تللې وای، نه د اوس په څېر.

که څه هم د طالبانو له دغې تنګ نظرۍ پوره یوولس کاله تېرېږي، خو وېره یې لا هم د خلکو په زړونو کې ده، ډېری داسې استدلال کوي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت که طالبان د سولې پروسې ته راوبلل شي، ښايي د ښځو د حقونو پر سره ورسره معامله وشي. دا اندېښنه تر ډېره په هغو کړیو کې محسوسه ده چې یا د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي او یا په خپله د دولتي او نادولتي موسسو کارکوونکې دي، خو د سولې عالي شورا غړي ډاډ ورکوي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ تر پخوا نرم شوی او دوی به د ښځو پر حقونو له چا سره معامله ونه کړي.

د کلید خبریال نورولي سعید لیکي:

د سولې عالي شورا داسې نښې نښانې ویني چې ګواکې د ښځو پر وړاندې دې د طالبانو په دریځ کې نرموالی راغلی وي، که څه هم طالبانو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي، خو د دغې شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد دا خبره تصدیق کړې ده.

نوموړي څو ورځې وړاندې په هغه غونډه کې دا خبره وکړه چې ګډونوالو یې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوله.

د ښځو د حقونو د خوندیتوب په رابطه له هغه وروسته اندېښنو زور واخست چې د مدني ټولنو ځینو هغو ادارو چې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کاوه، په پرله پسې توګه دا اندېښنه وښوده چې هسې نه له طالبانو سره د پردې تر شا په خبرو اترو کې د ښځو د حقونو پر سر معاله ونشي.

خو د سولې د عالي شورا غړی په دې رابطه د افغان مېرمنو او دغو ټولنو اندېښنې بې ځایه بولي چې ګواکې له طالبانو سره د سولې پروسې د بریالي کېدو پر مهال به د ښځو د حقونو په رابطه لاسته راړونې زیانمنې شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالحکېم مجاهد د خپلې خبرې د تصدیقولو لپاره له طالبانو سره د څو میاشتې مخکې پاریس غونډې ته اشاره وکړه او ویې ویل: (( د ښځو په اړه د وسله والو طالبانو دریځ خورا ډېر بدل شوی دی.))

د نوموړي په خبره د طالبانو استازو په غیر رسمي ډول اعلان کړی چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د هغوی د ټولو حقونو د ورکولو غوښتونکي دي.

که څه هم ځینې ښځې فکر کوي چې د ښځو پر وړاندې به د طالبانو په نظر کې څه ناڅه بدلون راغلی وي، خو ډېرې نورې بیا د پخوا په څېر اندېښمنې دي.

د ښځو د حقونو فعاله او ژورنالسته کرشمه فخري وايي:(( موږ باید د تېر په څېر په کور کیننو، موږ باید کار او تحصیل وکړو، که بېرته په کور کینول کېږو او د کار حق راځنې اخستل کېږي، موږ یې پر وړاندې مبارزه کوو.))

د ښوونې په چارو بوخته پیغله شهبا ټینګار کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی باید د هرې اجنډا د بحث لومړۍ موضوع وي:(( د افغان مېرمنو پر حقونو هره معامله غندو، موږ خپله باید له طالبانو سره مخامخ کینو او پر خپلو حقونو وغږېږو. زموږ په برخلیک دې نور لوبې نه کوي.))

د بشري حقونو د خپلواک کمسیون د سیمه ییز دفترغړې قاضي پروین وايي د سولې په خبرو کې د ښځو نظریو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې: (( ځکه د مدني ټولنې ټولې ادارې له دې پروسې په تشویش کې دي او په ځانګړي ډول هغه ادارې چې د ښځو د حقوقو اړوند کار کوي.))

د نوموړې په خبره که چېرې د ښځو په رابطه په رښتیا هم د طالبانو په نظر کې بدلون راغلی وي، نو پکار ده چې د افغانستان اساسي قانون ومني: (( که دا کار وشي تشویشونه به له منځه ولاړل شي.))

خو ځینې ښځې بیا فکر کوي چې طالبان به په بېرته راتګ له ښځو سره د پخوا په څېر چلند ونه کړي.

د مېرمن ټولنیز ادبي بهیر غړې اوږۍ امیل په همدې عقیده ده، نوموړې وايي: (( تشویشونه شته، خو اوس هغه وخت نه دی او طالبان هم په دې پوهېږي چې ډېر بدلون راغلی او دوی نه شي کولای د خشونت له لارې بریالیتوب ته ورسېږي، طبیعي ده چې په دې برخه کې به خپله پوره نرمي ښيي.))

په دې وروستیو کې د اکشن ایډ له خوا له شاوخوا زرو افغان مېرمنو سره د مرکې وروستۍ نظر شمېرنې هم ښیې چې، ۸۶ فیصده مرکه کوونکي د طالبانو له بیا حاکمیدو اندېښمن دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA