ads

((مجبور يم خپلې دعوې لپاره وسله والو ته ورشم))

د خوست يو شمېر اوسېدونکي په عدلي او قضايې ادارو له دې كبله انتقادونه کوي چې د دوی په خبره اداري فساد ورته لاره کړې او دوسیې يې تر میاشتو او کلونو ځنډېږي. د خوست يو شمېر اوسېدونکي په عدلي او قضايې ادارو له دې كبله انتقادونه کوي چې د دوی په خبره اداري فساد […]

نویسنده: TKG
28 وری 1392
((مجبور يم خپلې دعوې لپاره وسله والو ته ورشم))

د خوست يو شمېر اوسېدونکي په عدلي او قضايې ادارو له دې كبله انتقادونه کوي چې د دوی په خبره اداري فساد ورته لاره کړې او دوسیې يې تر میاشتو او کلونو ځنډېږي.

د خوست يو شمېر اوسېدونکي په عدلي او قضايې ادارو له دې كبله انتقادونه کوي چې د دوی په خبره اداري فساد ورته لاره کړې او دوسیې يې تر میاشتو او کلونو ځنډېږي.

د خوست د مرکز اړوند د چينې کلي يو تن اوسېدونکى محمد ايوب منګل وايي: (( په ښار کې د يو کور د ملکيت پر سر له  چا سره له تېرو څو کلونو راهيسې دعوه لرم، خو په عدلي او قضايې ادارو کې مې په ډېرو منډو نور نفس ختلى دى.))

نوموړي زياته كړه: (( په ادارو كې مو كارونه ناحقه ځنډول كېږي او زه نور دغه ځنډ د خپل حق له ترلاسه کولو په شاه كړى يم.))

منګل همدارارز وويل: ((اوس پوهېدلى يم چې حق راته د پیسو له ورکولو پرته نه راکول کېږي.))

د خوست د تڼيو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى قاتلي خان وايي چې دی هم د له كلونو راهيسې له يو چا سره د ځمکې د ملکيت پر سر دعوه لري، خو نه دعوه خلاصيږي او نه يې دى له جنجاله وتلی شي: ((د قاضيانو د بې عدالتيو په اړه مې د خوست د استېناف محکمې له رئيـس سره ستونزه شريکه کړه، خو ګټه يې ونه كړه.))

قاتلي خان وړاندې وايي: ((حق راسره ونشو، مجبوره يم، نور د خپلې دعوې د خلاصولو لپاره  د وسله والو محکمو ته ورشم.))

د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم څه موده وړاندې د قاضيانو او څارنوالانو په اړه  په جوړه شوې غونډې کې د دغه ولايت پر عدلي او قضايې ادارو سختې نيوکې وکړې او په خپلو کارونو کې يې تر ډېره پاتې وبلل.

نوموړي وويل، په تېرو څو کلونو کې چې يې په خوست کې  څومره مجرمين پر بېلا بېلو تورونو نيولي، نږدې ټول له زاندان څخه ازاد شوي او يا د ازادېدو په حال کې دي.

والي په خپلو خبرو كې د خوست خرابه وضعه هم له دغو ادارو وانګېرله: (( په عدلي او قضايي ادارو کې پراخ ادارې فساد د دې سبب شوى چې دا ډول حالت رامنځ ته کړي.))

که څه هم ښاغلي نعیمي ونه ویل چې د خوست محاکمو څومره کسان خوشې کړې، خو په خبره یې په ازاد شويو تورنو کې برمته کوونکي، وسله وال غله، غصب کوونکي او ماين ښخوونکي شامل دي: ((کله چې له عدلي او قضايې چارواکو سره اړيکه نيسم چې ولې يې فلانى تورن ازاد کړى؟ نو بيا په ځواب کې راته وايي، د هغه په تړاو يې کوم مستند او ثابت اسناد نه درلودل.))

نوموړي هغه مهال، عدلي او قضايي ادارو چارواکو ته کلک خبردارى ورکړ چې له دې وروسته يې نور په ادارو او اړوندو څانګو کې فساد نشي زغملى.

د خوست د استناف محکمې رئيس عبدالتواب بيا وايي چې په خپله اداره څارنه لري او اداره يې له فساد څخه پاکه او خپل ورسپارل شوي کارونه يې په سم ډول پر مخ روان دي.

د استناف محكمې رئيس همداراز وويل، که څوک د استناف محمکې په اړه کوم شکايت لري، نو نېغ په نېغه دې ده ته مراجعه وکړې چې ستونزه يې ورحل کړي.

بلخوا يو شمېر کارپوهان هم د خوست په عدلي او قضايې ارګانو باندې نيوکې كوي او وايي، دغو ادارو د خلكو د ستونزو د اوارۍ پر ځاى نورې ستونزې راټوكولې دي.

په خوست کې د حقوقي چارو کارپوه نجيب الله الوخېل وايي، که دولت غواړي چې د ولس په منځ کې محبوبيت پيدا کړي، نو په عدلي او قضايې ادارو کې دې يادې ستونزې له منځه يوسې: (( د هېواد عدلي او قضايې ادارې په داسې بڼه جوړې شوي چې سړى د ښېګڼې تمه ترې نشي کولاى.))

دغه راز د خوست يو شمېر اوسېدونکي هم وايي، چې په عدلي او قضايې ادارو کې پراخ ادارې فساد او د کارونو ځنډول د دې علت ګرځېدلي چې دوى خپلې دعوې او لانجې  کليوالي جرګو او يا ان دې ته اړ کېږي چې د وسله والو طالبانو محکمو ته  مراجعه وکړي.

دوى وايې، که څه هم قومي او کليوالي جرګې له درغليو پاکې نه دي، خو دوى له دې كبله  اړ کېږي، چې عدلي او قضايې ارګانونه يې پروخت او عدل سره کارونه نه خلاصوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA