ads

د پېښور په ځانمرګي بريد کې د وژل شويو كسانو شمېر ۱۷ ته ورسېد

د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار كې د عوامي نېشنل ګوند پر يوې ټاكنيزې غونډې د ځانمرګي بريد له كبله د وژل شويو كسانو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد. په دې پېښه كې  د پخواني مرکزي وزير غلام احمد بلور په ګډون له ۶۰ زيات كسان ټپيان شوي هم دي. د خيبر پښتونخوا ايالت […]

نویسنده: TKG
28 وری 1392
د پېښور په ځانمرګي بريد کې د وژل شويو كسانو شمېر ۱۷ ته ورسېد

د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار كې د عوامي نېشنل ګوند پر يوې ټاكنيزې غونډې د ځانمرګي بريد له كبله د وژل شويو كسانو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد. په دې پېښه كې  د پخواني مرکزي وزير غلام احمد بلور په ګډون له ۶۰ زيات كسان ټپيان شوي هم دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار كې د عوامي نېشنل ګوند پر يوې ټاكنيزې غونډې د ځانمرګي بريد له كبله د وژل شويو كسانو شمېر ۱۷ تنو ته ورسېد.

په دې پېښه كې  د پخواني مرکزي وزير غلام احمد بلور په ګډون له ۶۰ زيات كسان ټپيان شوي هم دي.

د پېښور ښار پوليس وايي، چې دا ځانمرګى بريد تېر مازديګر ناوخته د پېښور ښار د يکه توت په سيمه کې شوى دى.

عيني شاهدان وايي، چې ځانمرګي بريد کوونکي د خلکو په مينځ کې ځانته چاودنه وركړه.

د بريد مسووليت پاكستاني طالبانو پر غاړه اخيستى.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د عوامي نېشنل ګوند بل مرکزي غړى او د غلام احمد بلور ورور بشير احمد بلور هم په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوى و.

همدارنګه درې ورځې مخکې په سوات کې ددغه ګوند يو غړى مکرم خان هم په يوه بريد کې ووژل شو او په شبقدر کې يې يو بل غړى ټپي شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA