ads

جنرال ډنفورډ وايي، د ا دوبى به د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا ثابته کړي

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان پرون په واشنګټن کې وويل، هغه وخت به په دې اړه سپارښتنه وکړي، چې په افغانستان کې دې له ۲۰۱۴ وروسته څومره امريکايي سرتېري پاتې شي، چې په سږني دوبي کې د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا وويني. په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو […]

نویسنده: TKG
28 وری 1392
جنرال ډنفورډ وايي، د ا دوبى به د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا ثابته کړي

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان پرون په واشنګټن کې وويل، هغه وخت به په دې اړه سپارښتنه وکړي، چې په افغانستان کې دې له ۲۰۱۴ وروسته څومره امريکايي سرتېري پاتې شي، چې په سږني دوبي کې د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا وويني.

جنرال جوزېف ډنفزرډ د امريکا د مشرانو جرګې دفاعي کمېټې ته وويل، دوى  ته پکار ده، چې په لومړني دوبي کې د افغان امنيتي ځواکونو اقدامات وويني او د ۲۰۱۳ كال په ډسمبر كې د هغوى جاج واخلي.

نوموړي همدارنګه په ټينګار سره وويل، د امريکا متحد ايالتونه تر هغې په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښودو ژمنه نه شي کولى، تر څو چې يې له افغان حكومت سره امنيتي موافقه نه وي کړې.

د امريکا د مشرانو جرګې غړي جان مکېن وويل، چې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو د شمېر نه اعلانولو په افغانستان کې د امريکا ماموريت ستونزمن کړى دى.

د امريکايي سرتېرو مرکزي قومندان جنرال جېمز ماتيس تېره مياشت ويلي وو، چې دی له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ۱۳ زره ۶۰۰ امريکايي سرتېرو د پاتې کېدو سپارښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA