د امريکا د بوسټن ښار پوليس وايي، د ځغاستې له يوې لويې سيالۍ دوه ساعته وروسته دوې چاودنې شوي، چې درې تنه يې وژلي او تر ۱۳۰زيات يې ټپيان کړي دي.
د امريکا د بوسټن ښار پوليس وايي، د ځغاستې له يوې لويې سيالۍ دوه ساعته وروسته دوې چاودنې شوي، چې درې تنه يې وژلي او تر ۱۳۰زيات يې ټپيان کړي دي.
د چاودنو علت نه دى څرګند او سيمې ته ترهګرۍ ضد افسران رسېدلي دي.
دواړه چاودنې د امريکا د بوسټن په مرکزي سيمه کې د څو ثانيو تر منځ شوې دي.
د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما له پېښې وروسته په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، نه پوهېږي، چې دا بريد چا او ولې کړى، خو په وينا يې، بريد كوونكي به مومي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.
د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


