ads

افغان ژباړونكي؛ موږ چاته پرېږدئ

په كندوز ولايت كې ۳۰ تنه افغان ژباړونكو د يوې مظاهرې په ترڅ كې له جرمني هېواد څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال دوى ته سياسي پناه وركړي. په كندوز ولايت كې ۳۰ تنه افغان ژباړونكو د يوې مظاهرې په ترڅ كې له جرمني هېواد څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه […]

نویسنده: TKG
27 وری 1392

په كندوز ولايت كې ۳۰ تنه افغان ژباړونكو د يوې مظاهرې په ترڅ كې له جرمني هېواد څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال دوى ته سياسي پناه وركړي.

په كندوز ولايت كې ۳۰ تنه افغان ژباړونكو د يوې مظاهرې په ترڅ كې له جرمني هېواد څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال دوى ته سياسي پناه وركړي.

د كندوز د پي ارټي دفتر مخې ته راټول شويو يادو كسانو، له رسنيو سره په خبرو كې ويل چې له جرمنيانو سره يې د دندې او قراردادونو نېټې پاى ته رسېدلې او اوس نه شي كولى په خپلو سيمو كې ډاډه ژوند وكړي.

يادو ژباړونكو ويلي، اندېښمن دي چې له افغانستان څخه د جرمني ځواكونو له وتلو وروسته به د دوى ژوند لا زياتو خطرونو سره مخ او د وسله والو له راز راز ګواښونو سره به لاس او ګريوان شي.

۲۴ كلن علي الله نظري چې دغه مظاهره يې هم تنظيم كړې وه، وويل له جرمنيانو سره يې درې كاله دنده ترسره كړې او د ده په وينا، بېلا بېل ماموريتونه يې ترسره كړي، خو اوس چې په كور ناست دى، نو د نامعلومو کسانو لخوا په مرګ ګواښل كېږي: (( د دندې په وخت نه ډارېدم، خو اوس مې په كندوز كې خپل كور راته زندان دى، هر څوك مې پېژني او هر وخت مې مخالفينو ته په لاس وركولى شي.))

نوموړي زياته كړه، اوس له جرمنيانو څخه غواړي، څو په دغه هېواد كې د دوى د دندې په بدل كې سياسي پناه وركړي: (( كه چېرته سياسي پناه رانه كړي، نو زه به خپل شكايت د نړيوالو بشري ادارو او ملګرو ملتونو دفتر ته واستوم.))

د اسدالهف رضوان په نوم يو بل تن چې پخوا يې له جرمنیانو سره دنده لرله، خو اوس يې پرېښې ده وايي چې څه موده وړاندې ځېنو كسانو د ده تښتولو هڅه هم كړې وه: (( له ورزشي كلب څخه كور ته روان وم، د تښتوونكو په لاس كېوتم، خو ښه وو ملګرو ترې خلاص كړم.))

نوموړي زياتوي: (( په ههغه ورځ مې د كندوز ملي امنيت رياست ته هم خپله مسئله وړاندې كړه، خو خلك لا هم نه دي موندل شوي.))

رضوان وایي له رسنیو سره مرکه کول هم ورته خطر پېښولې شي، خو په خبره يې اوس بله چاره نه لري چې خپل غږ پورته كړي: (( هره شيبه مرګ راته په سر ولاړ ښكاري، نه پوهېږو چې چېرته ولاړ شو.))

بلخوا په کندوز کې د مېشتو جرمني ځواكونو مطبوعاتي مسوول جګړن نېكل وايي، هغو ژباړونكو ته چې رښتيا هم ګواښونه ورته متوجه وي، داسې پلان په نظر كې نيول شوى چې له مخې يې په انفرادي ډول د سياسي پناه غوښتنليكونه جرمني ځواكونو ته وړاندې كولى شي: (( كه د برحاله ژباړونكو په اړه خبره چېرته رښتيا وي، نو كولى شي چې موږ ته غوښتنليك وسپاري، موږ پرې غور كوو او بيا پرېكړه كوو.))

خو د ده په خبر، د هغو  كسانو چې قراردادونه يې پای ته رسېدلي، هغوى دې نورو موسسو كې ځانته كار پيدا كړي.

نېكل د هغو پخوانيو ژباړونكو په اړه چې له جرمنيانو سره يې د قراردادونو نېټې لا پخوا پاى ته رسېدلې وې، كليد ته وويل، له دا ډول كسانو سره هېڅ مرسته نشي كولى او نه هم په جرمني كې سياسي پناه وركولى شي.

هېره دې نه وي چې په کندوز کې د ناټو په چوکاټ كې له۳۶۰۰ جرمنې سرتېرو سره شاوخوا ۵۰۰ تنو افغان ژباړونكو دنده لرله، خو اوس چې له ۲۰۱۴ وروسته نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه د وتلو تابيا نيسي، نو افغان ژباړونكي وايي چې د جرمني ځواكونو له لوري يې قراردادونه فسخ شوي او په كور كې له خطره ډك ژوند تېروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA