په روسيه كې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې نژدې يو ټن هيرويين، چې له افغانستان څخه دې هېواد ته قاچاق شوي نيول شوي دي. په روسيه کې له نشه يي توكو سره د مبارزې فډرالي ادارې پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې توليد شوي نژدې نه سوه کيلو هيرويين سږکال په
په روسيه كې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې نژدې يو ټن هيرويين، چې له افغانستان څخه دې هېواد ته قاچاق شوي نيول شوي دي.
په روسيه کې له نشه يي توكو سره د مبارزې فډرالي ادارې پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې توليد شوي نژدې نه سوه کيلو هيرويين سږکال په روسيه کې نيول شوي دي.
دې ادارې په استراخان ښار کې د جمعې په ورځ په يوه اورګاډي کې، چې له تاجکستان څخه مسکو ته روان و، د څلور کيلو ګرامه هيرويينو نيولو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې دا ستونزه د پراخېدو په حال کې ده.
د روسيې پوليس وايي، هغه کس يې نيولى، چې دا هيرويين يې مسکو ته قاچاقول.
د رپوټونو له مخې، په روسيه کې هرکال شاوخوا سل زره کسان د نشه يي توكو د کارولو په نتيجه کې مري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

