د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه كې د امريكايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور وسله وال وژل شوي دي. ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې بې پيلوټه الوتکې تېره ورځ افغان پولې ته څېرمه د دته خېل سيمې په امبورشګه کلي کې پر يوه کور څلور توغندي توغولي
د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه كې د امريكايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې بې پيلوټه الوتکې تېره ورځ افغان پولې ته څېرمه د دته خېل سيمې په امبورشګه کلي کې پر يوه کور څلور توغندي توغولي دي.
سرچينې زياته کړې، دا بريد د ځايي طالبانو د مشر حافظ ګل بهادر پر يوه مرکز ترسره شوى او له كبله يې څلور وسله وال وژل شوي دي.
کابو درې اونې وړاندې هم په ياده سيمه کې بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور توغندويي بريد کړى و، چې څلور وسله وال په کې وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


