ads

یرغمل شوي

له تېرو دوو كلونو راهيسې افغان حكومت او نړيوالو د طالبانو پر وړاندې د خبرو اترو دروازې په اصطلاح رسما پرانستي او د سولې شورا لخوا د خبرو مېز ته د طالبانو رابللو ممکنه هڅې هم پرمخ روانې دي، خو داسې ښكاري چې دغو منډو ترړو دې د سولې كاروان له صفر نقطې څخه هم […]

نویسنده: TKG
25 وری 1392
یرغمل شوي

له تېرو دوو كلونو راهيسې افغان حكومت او نړيوالو د طالبانو پر وړاندې د خبرو اترو دروازې په اصطلاح رسما پرانستي او د سولې شورا لخوا د خبرو مېز ته د طالبانو رابللو ممکنه هڅې هم پرمخ روانې دي، خو داسې ښكاري چې دغو منډو ترړو دې د سولې كاروان له صفر نقطې څخه هم نه وي خوځولى، ځكه

له تېرو دوو كلونو راهيسې افغان حكومت او نړيوالو د طالبانو پر وړاندې د خبرو اترو دروازې په اصطلاح رسما پرانستي او د سولې شورا لخوا د خبرو مېز ته د طالبانو رابللو ممکنه هڅې هم پرمخ روانې دي، خو داسې ښكاري چې دغو منډو ترړو دې د سولې كاروان له صفر نقطې څخه هم نه وي خوځولى، ځكه نه یوازې د طالبانو په بريدونو كې كموالى نه دى راغلى، بلكې د دوى لخوا د فراه بريدونو وښوده چې لا هم دوى د جګړې د پاى نقطې ته نه دي رسېدلي.

د وري په ۱۴مه د فراه په پېښه کې د شاوخوا ۴۰ تنو د وژل کېدو ترڅنګ تر ۱۳۰ نور ډېر کسان ټپیان شول. جمهور رئیس کرزی چې د وري په ۱۹مه د پېښو له قربانیانو سره د غمرازۍ په هدف دغه ولایت ته سفر وکړ، د طالبانو پر وړاندې خپل دريځ يو څه سخت وښود چې ګواکې د دې پېښې غچ به اخستل کېږي، خو ورسره ورسره یې د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د سولې د ټینګښت لپاره به یې هڅې روانې وي او د طالبانو ترمنځ به تفکیک کوي.

جمهور رئیس وویل:(( تفکیک به د هغه طالب کوو چې پردی دی، مطلق  مزدور دی او د دې خاورې د پاره په دښمنۍ ناست دی، د هغه طالب سره به یې تفکیک کوو چې د دې خاورې دی، ناپوه دی، په ناپوهۍ کې خپل وطن ته ضرر رسوي.))

د فراه ولايت  د محكمې پر ودانۍ د بریده پړه طالبانو ومنله، خو دلته پوښتنه دا ده چې دولت به د دغسې بريدونو د مسووليت اخستونكو تر منځ څنګه تفكيك كوي؟ ايا په طالبانو كې داسې خلك هم شته چې له جګړې سره مخالف وي؟ که داسې خلک وي، نو آیا هغه د چا خبره په پره كې راغلي چې جګړه کوي او که د پردې تر شا نور لاسونه کار کوي ؟

یرغمل شوي

ځینې منتقدین په دې باور دي چې د طالبانو په منځ کې ځینې کړۍ د مسئلې حل په جګړه کې نه ویني، نو له همدې کبله ښايي جمهور رئیس کرزی په دې وتوانېږي چې ترمنځ یې تفکیک قایل شي، خو په دې شرط چې د پردیو له جغه راووځي او مستقلانه عمل وکړي.

په ننګرهار ولایت کې د اریانا خصوصي پوهنتون مخکینی استاد رضوان الله بشرمل په همدې عقیده دی.

د نوموړي په خبره یو شمېر طالبان مجبور دي چې د خپلو کورنیو د خوندي کولو لپاره جګړه وکړي، ځکه د دوی کورنۍ د ای ایس ای او هغو دلو له لوري یرغمل دي چې په افغانستان کې خپلې ګټې لري: (( ملا برادر د ملا عمر نږدې ملګرى و، خو هغه خوار خپل واك ته چا پرېنښود او اوس په دې تور ورك دى چې له افغان حكومت سره يې خبرو ته زړه كړى و، په معتصم اغا جان هم د پاکستان په کراچۍ کې بريدونه وشول، دغه راز ملا ضعيف، متوكل او نور هم درواخله، دوى اوس هم په ډاډه زړه نه شي راوتلی، له دې معلومېږي چې كيسه د بل چا په لاس كې ده او هر څوك چې د طالبانو له ډلې افغان حكومت ته لاس ور اوږدوي، تري تم كېږي به او حتى وژل كېږي به هم.))

استاد بشرمل استدلال کوي چې په طالبانو كې سوله خوښوونكي كسان تر جګړه خوښوونكو زيات دي، خو خبره دا ده چې دا ډله له بل لوري اداره او کنټرولېږي:(( مخكې د معتصم اغا جان د ګوند خبره روانه وه او داسې خوشبيني وه چې طالبان به سياسي مبارزه پيل كړي، په دې سره د جګړې د ډګر طالبان هم په ګريوان كې فكر كولو ته اړ كېدل، خلكو كې به هم د روانې جګړې په اړه د ښكېلو اړخونو ترمنځ د قضاوت شعور راپورته شوى و، خو نه پوهېږم دا پروسه به څومره وخت ونيسي؟ زما په فكر دا د جګړه مارو او سوله خوښوونكو طالبانو تر منځ د تفكيك ښه لاره وه، هم ولس ته او هم دولت ته، خو لکه چې سرته ونه رسېده.))

پراخ واټن

د ځینو کارپوهانو په باور جمهور رئیس ته به ډېره ګرانه وي چې طالبان دې سره جلا کړي. د دوی په عقیده طالبان کومه سیاسي ډله نه ده چې په نظریاتو دې ورسره افغان لوری او بهرني ځواکونه یوه جوړجاړي ته ورسېږي. دا خبره د سیاسي چارو تحلیلګر ښاغلی خالد نور کوي.

د نوموړي په باور د جګړې په صف کې د ولاړو طالبانو ترمنځ تفکیک کول له امکانه لري دي، ځکه دوی له قید او شرط پرته داسې څه غواړي چې خپله هم پرې بې باوره دي: (( زما په فکر كه دوه ډلې واى، يوه يې سياسي او بله په جګړه كې، نو تفكيك يې اسانه و، د خلكو هم ورته ګوته نيول كېده، خو اوس دوى وايي بهرني ځواكونه دې ووځي او اساسي قانون كې دې تغييرات راشي، خو د دې لپاره بايد طالبانو هم يو حسن نيت ښودلى واى، يا هغو طالبانو بايد داسې يو څه كړي واى چې د جګړې په حق كې نه دي یعنې پلوي یې نه دي، معنی دا چې د پولې له اخوا څخه راغلي طالبان هر څه په زور غواړي او په زور کلي نه کېږي.))

د خالد نور وړاندیز دا دی چې دولت دې د افغانستان د کشالې د حل لپاره، پر طالبانو او نورو وسله والو د بوختیا پر ځای ولس ته پام واړوي او د ولس زړه دې وګټي. هغه څه چې په تېرو یوولسو کلونو کې نه دي شوي.

د نور د استدلال له مخې هغه افراد چې د بې وزلۍ او غربت له کبله له پولو څخه له راوښتو طالبانو سره ملګرتیا ته اړ کېږي بیا هم پړ دولت دی، ځکه دا موږ یو چې پراخ حضور نه لرو: (( كه د يوې سيمې له خلك طالبانو سره مرسته کوي، نو په دې كې د تفكيك څه اړتيا ده، د هغې سيمې اداره دې له فساده پاكه او د خلكو ستونزې دې اوارې کړي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA