ads

محمود عباس د لومړي وزير سلام فياض استعفا ومنله

د فلسطيني ادارې لومړي وزير سلام فياض استعفا ورکړې او فلسطيني جمهور رئيس محمود عباس منلې ده. د فلسطيني دولتي خبري اژانس (وفا) په رپوټ کې ويل شوي، چې جمهور رئيس محمود عباس له سلام فياض نه د نوي حکومت تر جوړېدو د سرپرست د فلسطيني ادارې لومړي وزير سلام فياض استعفا ورکړې او فلسطيني […]

نویسنده: TKG
25 وری 1392
محمود عباس د  لومړي وزير سلام فياض استعفا ومنله

د فلسطيني ادارې لومړي وزير سلام فياض استعفا ورکړې او فلسطيني جمهور رئيس محمود عباس منلې ده. د فلسطيني دولتي خبري اژانس (وفا) په رپوټ کې ويل شوي، چې جمهور رئيس محمود عباس له سلام فياض نه د نوي حکومت تر جوړېدو د سرپرست

د فلسطيني ادارې لومړي وزير سلام فياض استعفا ورکړې او فلسطيني جمهور رئيس محمود عباس منلې ده.

د فلسطيني دولتي خبري اژانس (وفا) په رپوټ کې ويل شوي، چې جمهور رئيس محمود عباس له سلام فياض نه د نوي حکومت تر جوړېدو د سرپرست لومړي وزير په توګه د کار کولو غوښتنه کړې.

تمه کېږي، چې عباس په راتلونکو څو ورځو کې د نوي لومړي وزير نوم اعلان کړي.

د رپوټونو له مخې، د فياض استعفا د ده او جمهور رئيس عباس ترمنځ له اوږدې مودې راهيسې د ژور اختلاف پايله ده.

د دواړو ترمنځ هغه وخت اختلاف زور واخيست، چې تېره مياشت د ماليې وزير نبيل قسيس استعفا ورکړه.

سلام فياض د قسيس استعفا منلې، خو جمهور رئيس عباس رد کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA