د خېبر پښتونخوا ايالت مرکزي ښار پېښور ته څېرمه متنو سيمه کې په يوه بس موټر کې د بمي چاودنې له كبله نهه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي. د ځايي پوليسو په وينا، په وژل شويو کې اووه تنه نارينه او درې ښځې دي.
د خېبر پښتونخوا ايالت مرکزي ښار پېښور ته څېرمه متنو سيمه کې په يوه بس موټر کې د بمي چاودنې له كبله نهه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د ځايي پوليسو په وينا، په وژل شويو کې اووه تنه نارينه او درې ښځې دي.
پوليس وايي، موټر له کوهاټ نه پېښور ته په لاره و، چې ښار ته څېرمه په متنو سيمه کې ودرېد او له هغه وروسته په کې چاودنه وشوه.
د بمونو شنډولو ادارې يوه کارکوونکي عبدالحق بي بي سي ته ويلي، چې بم د موټر پر چت ايښى و.
د پېښور په شاوخوا سيمو کې له څه مودې راهيسې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


