په عراق كې پرون بمي چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې. تر ټولو خونړۍ پېښه د ديالا ولايت په کنعان ښارګوټي کې وه، چې د سنيانو په يوه مسجد کې د جمعې د لمانځه په پاى کې دوې غبرګې بمي چاودنې
په عراق كې پرون بمي چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
تر ټولو خونړۍ پېښه د ديالا ولايت په کنعان ښارګوټي کې وه، چې د سنيانو په يوه مسجد کې د جمعې د لمانځه په پاى کې دوې غبرګې بمي چاودنې وشوې، لږ ترلږه ۱۱ تنه يې مړه او شاوخوا دېرش نور يې ټپيان کړل.
له دغو چاودنو څخه شېبه وروسته د بغداد په لوېديځ کې د شيعه ګانو يوه مسجد ته نږدې چاودنې لږ تر لږه اته تنه ټپيان كړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

