د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له چیني چارواکو سره د لیدنې په موخه نن سهار د چین پلازمینې پیکنګ ته ورسید. په پام کې ده چې جان کیري د چین له جمهور رئيس او نورو لوړپوړو چارواکو سره د شمالي کوریا د اټومي لانجې په اړه خبرې اترې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له چیني چارواکو سره د لیدنې په موخه نن سهار د چین پلازمینې پیکنګ ته ورسید.
په پام کې ده چې جان کیري د چین له جمهور رئيس او نورو لوړپوړو چارواکو سره د شمالي کوریا د اټومي لانجې په اړه خبرې اترې وکړي.
نوموړي پرون په جنوبي کوریا کې د خبرو پر مهال وویل، چې شمالي کوریا دوی ته د یوه اټومي ځواک په توګه په هیڅ ډول د منلو نه دى.
د راپورونو پر اساس جان کیري هیله مند دی چې چین به وکړای شي شمالي کوریا د اټومي وسلو له جوړولو وګرځوي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې له شمالي کوریا سره د امریکا او د هغې د متحد هېواد جنوبي کوریا اړیکې ترینګلې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

