ads

انډونيزيا كې د ناقانونه كډوالو كښتۍ ډوبه شوه

له انډونيزيا څخه د اسټراليا په لورې د لسګونه ناقانونه کډوالو روانه کښتۍ په بحر كې ډوبه شوې، چې له ډلې يې ١٤ افغانان ژغورل شوي او  ګڼ شمېر نور ورک دي.     له انډونيزيا څخه د اسټراليا په لورې د لسګونه ناقانونه کډوالو روانه کښتۍ په بحر كې ډوبه شوې، چې له ډلې […]

نویسنده: TKG
24 وری 1392
انډونيزيا كې د ناقانونه كډوالو كښتۍ ډوبه شوه

له انډونيزيا څخه د اسټراليا په لورې د لسګونه ناقانونه کډوالو روانه کښتۍ په بحر كې ډوبه شوې، چې له ډلې يې ١٤ افغانان ژغورل شوي او  ګڼ شمېر نور ورک دي.

 

 

له انډونيزيا څخه د اسټراليا په لورې د لسګونه ناقانونه کډوالو روانه کښتۍ په بحر كې ډوبه شوې، چې له ډلې يې ١٤ افغانان ژغورل شوي او  ګڼ شمېر نور ورک دي.

اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس نن د انډونيزيا د امنيتي چارواکو په حواله  خبر ورکړى، چې  دا پېښه پرون د لوېديځ جاوا د سوکابومي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، اسټراليا ته د تلونكو  ناقانونه کډوالو يوه کښتۍ په بحر کې ډوبه شوې ده، چې له كبله يې شاوخوا ٧٢ تنه غرق شوي وو.

د رپوټونو له مخې، د ژغورنې کارکوونکو ١٤ تنه افغان پناه غوښتونكي  ژغورلي او پاتې نور، چې پکې يو شمېر افغانان او د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي، په اوبو کې ورک دي.

بايد وويل شي، چې هر کال د ګڼ شمېر افغانانو په ګډون لسګونه ناقانونه کډوال اسټراليا ته د سفر پر مهال په بحر كې غرقېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA