ads

افغان محصل پر يوې هندۍ محصلې تر جنسي تېري وروسته زنداني شو

د هند په حيدراباد ايالت کې يوه افغان محصل پر خپلې هندۍ ملګرې وروسته له هغې جنسي تېرى وکړ، چې هغې د مينې د لرلو په اړه د ده وړانديز رد کړ. د هندي رسنيو د راپور له مخې، د انجنيرۍ د پوهنځي افغان محصل د اپرېل په لسمه نېټه هندۍ نجلۍ، چې نوم يې […]

نویسنده: TKG
24 وری 1392

د هند په حيدراباد ايالت کې يوه افغان محصل پر خپلې هندۍ ملګرې وروسته له هغې جنسي تېرى وکړ، چې هغې د مينې د لرلو په اړه د ده وړانديز رد کړ. د هندي رسنيو د راپور له مخې، د انجنيرۍ د پوهنځي افغان محصل د اپرېل په لسمه نېټه هندۍ نجلۍ، چې نوم يې رسنيو نه دى څرګند کړى، په زوره خپلې

د هند په حيدراباد ايالت کې يوه افغان محصل پر خپلې هندۍ ملګرې وروسته له هغې جنسي تېرى وکړ، چې هغې د مينې د لرلو په اړه د ده وړانديز رد کړ.

د هندي رسنيو د راپور له مخې، د انجنيرۍ د پوهنځي افغان محصل د اپرېل په لسمه نېټه هندۍ نجلۍ، چې نوم يې رسنيو نه دى څرګند کړى، په زوره خپلې خونې ته بېولې او جنسي تېرى يې ورباندې کړى دى.

هندي رسنۍ وايي، چې راپور يې د عثمانيه پوهنتون د درويشت کلنې محصلې د هغه شکايت پراساس دى، چې هغې پوليسو ته کړى دى.

افغان محصل پرون د پوليسو له لوري ونيول شو.

هندي رسنۍ زياتوي، چې د انجنيرۍ د پوهنځي د دوهم كال افغان محصل او نجلۍ سره ملګري وو او هلك نجلۍ ته زيات لېوال وو، خو نجلۍ نه غوښتل، چې ورسره جنسي اړيکې ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA