د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کې تېر ماښام د يوې چاودنې له کبله د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر ارباب ايوب جان او درې نور کسان ټپيان شوي دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کې تېر ماښام د يوې چاودنې له کبله د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر ارباب ايوب جان او درې نور کسان ټپيان شوي دي.
ارباب ايوب جان پخوانى ايالتى وزير دى او د پاکستان د راتلونکو ټاکنو لپاره هم کانديد دى.
ځايي پوليسو څېړنه پيل کړې، خو د پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.
پاکستان کې د ټاکنيز مهال وېش له اعلانېدو وروسته نوموړى دويم کانديد دى، چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې پرې بريد ترسره كېږي.
له دې مخکې په بنو سيمه کې د يوه بل پخواني ايالتي وزير عدنان وزير پر ټاکنيز کمپاين ريموټ بم بريد وشو، چې له کبله يې دوه تنه ووژل شول او خپله عدنان وزير په هغه پېښه کې ټپي شو.
پاکستاني طالبانو د يو شمېر ګوندونوو پر ټاکنيزو لاريونونو او غونډو د بريدونو ګواښ کړی او د سند ايالت په حيدراباد ښار کې هم پرون د متحده قومي غورځنګ يا MQM غړی فخرالاسلام د وسله والو موټر سايكل سپرو لخوا ووژل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

