ads

د جي ۸ هېوادونو د شمالي کوريا اټومي فعاليت وغنده

د جي ۸ يا د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شمالي کوريا له خوا د اټومي وسلو او بالستيکي توغنديو جوړول وغندل. دوى له شمالي کوريا وغوښتل، چې له لا ډېرو اټومي فعاليتونو څخه لاس په سر شي، هغه څه چې د دوى په وينا، پاروونکي او د کوريا په ټاپو […]

نویسنده: TKG
23 وری 1392
د جي ۸ هېوادونو د شمالي کوريا اټومي فعاليت وغنده

د جي ۸ يا د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شمالي کوريا له خوا د اټومي وسلو او بالستيکي توغنديو جوړول وغندل. دوى له شمالي کوريا وغوښتل، چې له لا ډېرو اټومي فعاليتونو څخه لاس په سر شي، هغه څه چې د دوى په وينا، پاروونکي او د کوريا په ټاپو وزمه کې

د جي ۸ يا د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د شمالي کوريا له خوا د اټومي وسلو او بالستيکي توغنديو جوړول وغندل.

دوى له شمالي کوريا وغوښتل، چې له لا ډېرو اټومي فعاليتونو څخه لاس په سر شي، هغه څه چې د دوى په وينا، پاروونکي او د کوريا په ټاپو وزمه کې کشمکش ته لمن وهي.

د جنوبي کوريا او واشنګټن چارواکي وايي، شمالي کوريا په خپله ساحلي سيمه کې لږ تر لږه د يوه منځني واټن ويشتونکي توغندي توغولو ته تيارى نيسي.

جاپان، د امريکا متحده ايالتونو او جنوبي کوريا د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره په خپله خاوره کې د توغنديو ضد دفاعي سيسټم نصب کړى دى.

لندن کې د جي ۸ له غونډې وروسته په يوه خبرې ناسته کې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ وويل، دوى له يو بل سره ژمنه وکړه، که چېرته شمالي کوريا د توغندي يا کومه بله اټومي ازموينه وکړه، نو دوى به ډېر مهم  ګامونه پورته کړي.

غونډه کې ګډونوالو د سوريې پر بحران او د شخړو پر مهال پر ماشومانو د جنسي تېريو د مسئلې په اړه هم ژورې اندېښنې څرګندې کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA