ads

اوباما: امريکا به د شمالي کوريا پر وړاندې ډيپلوماسي وازمويي

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، متحده ايالات به له شمالي کوريا سره د کړکېچ د کمولو لپاره ډيپلوماسي  و ازمويي، خو زياته کړې يې ده، چې واشنګټن به د امريکا د او خپلو متحدينو د خونديتوب لپاره هر ضروري ګام پورته کړي . اوباما دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له […]

نویسنده: TKG
23 وری 1392
اوباما: امريکا به د شمالي کوريا پر وړاندې ډيپلوماسي وازمويي

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، متحده ايالات به له شمالي کوريا سره د کړکېچ د کمولو لپاره ډيپلوماسي  و ازمويي، خو زياته کړې يې ده، چې واشنګټن به د امريکا د او خپلو متحدينو د خونديتوب لپاره هر ضروري ګام پورته کړي . اوباما دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، متحده ايالات به له شمالي کوريا سره د کړکېچ د کمولو لپاره ډيپلوماسي  و ازمويي، خو زياته کړې يې ده، چې واشنګټن به د امريکا د او خپلو متحدينو د خونديتوب لپاره هر ضروري ګام پورته کړي . اوباما دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون سره د شمالي کوريا په اړه له خبرو اترو وروسته كړي دي.

بانکي مون بيا له چين او نورو هغو هېوادونو، چې پر شمالي کوريا اغېز لري غوښتي، چې له پيونګ يانګ سره دې د کړکېچ په راکمولو کې مرسته وکړي .

د امريکا د دفاع د وزارت استخباراتي ادارې د پنجشنبې په ورځ ويلي، ډېر احتمال شته چې شمالي کوريا به دا مهال په اټومي سرګولولې د خپلو باليستيکي توغنديو د سمبالولو وړتيا ولري، خو دا وسله به ډېره باوري نه وي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA