ads

ايران کې زلزلې سلګونه تنه مړه او ټپيان كړل

د ايران بوشهر ښار ته نژدې، چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ يوازينۍ بټۍ په کې ده، تېره ورځ زلزلې لږترلږه ۳۷ تنه وژلي او څه د پاسه ۸۵۰ نور يې ټپيان کړي دي. د ايران بوشهر ښار ته نژدې، چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ يوازينۍ بټۍ په کې ده، تېره ورځ […]

نویسنده: TKG
21 وری 1392
ايران کې زلزلې سلګونه تنه مړه او ټپيان كړل

د ايران بوشهر ښار ته نژدې، چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ يوازينۍ بټۍ په کې ده، تېره ورځ زلزلې لږترلږه ۳۷ تنه وژلي او څه د پاسه ۸۵۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د ايران بوشهر ښار ته نژدې، چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ يوازينۍ بټۍ په کې ده، تېره ورځ زلزلې لږترلږه ۳۷ تنه وژلي او څه د پاسه ۸۵۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د رېختر په کچه ۶ اعشاريه ۳ درجې زوروره زلزله تر دوبۍ، ابوظبۍ او بحرين پورې لرې هم احساس شوې ده.

د ايران د سرې مياشتې اداره وايي، چې دوه کلي په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

د امريکا د ځمک پېژندنې ادارې ويلي، زلزلې په بوشهر کې د ايران د اټومي انرژۍ د يوازينۍ بټۍ، جنوب لور ته ۹۰ کيلو مټره لرې سيمه لړزولې ده.

خو ايراني چارواکو ويلي، اټومي بټۍ نه ده اغېزمنه شوې او په عادي توګه کار کوي.

د يادونې وړ ده، چې په ۲۰۰۳ کال کې، چې په بام ښار کې زلزله وشوه، څه د پاسه ۲۵ زره كسان يې ووژل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA