په ولسي جرګې كې يو شمېر وكيلان او كارپوهان وايي چې ايران او پاكستان په افغانستان كې د بندونو جوړولو په وړاندې خنډونه جوړوي، خو د اوبو اوبرېښنا وزارت وايي دوى په دې اړه كومه ستونزه نه لري.
په ولسي جرګې كې يو شمېر وكيلان او كارپوهان وايي چې ايران او پاكستان په افغانستان كې د بندونو جوړولو په وړاندې خنډونه جوړوي، خو د اوبو اوبرېښنا وزارت وايي دوى په دې اړه كومه ستونزه نه لري.
کابو درې اوونۍ وړاندې د ملي راډيو ټلوېزيون او بي بي سي په يوه ګډه مناظره کې جمهور رئيس كرزي هم ايران او پاکستان په دې تورن کړى وو چې په افغانستان كې د بندونو د جوړېدو او پر اوبو د کنټرول لپاره د کابل د هڅو مخه نيسي.
خو د اوبو او برېښنا وزارت چارواكي وايي چې څه موده وړاندې يې د ځینې بندونو د جوړولو د چارو پر وړاندې امنيتي ستونزې درلودې، خو اوس هغه ستونزې اوارې شوې دي او كار يې په ښه توګه روان دى.
د ياد وزارت د اوبو مرستيال انجنير شجاع الدين ضيايي وايي:(( د ګمبيري په پروژه كې موږ ستونزې درلودې، هغه حل شوې او همدارنګه د اوږدې مودې لپاره مو د مچلغو په پروژه كې هم امنيتي ستونزې درلودې چې هغه هم د امنيتي ځواكونو په مرسته اوارې شوې دي.))
نوموړى وايي چې په هېواد كې كله ناكله امنيتي ستونزې راپيدا كېږي، مګر د امنيتي ځواكونو په مرسته له منځه وړل كېږي: (( دا وخت پر ټولو پروژو باندې په ښه توګه کار روان دی.))
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى هم په دې وروسيتو كې د بندونو جوړولو له پروژو راضي ښكاري او وايي :(( پر دوو بندونو كمال خان او سلما چې د بحث وړ دي كار روان دى او هغه كار چې د بهرنيو چارو وزارت بايد له مرسته كوونكو هېوادونو سره كړى واى، هغه يې ترسره كړى دى.))
موسى زى وايي، د تېر كال په وروستيو كې د بهرنيو چارو سياسي مرستيال په خپله د هندوستان له سفير سره يو ځاى د سلما بند ته سفر وكړ او هغه يې له نږدې وليد: (( اتيا په سلو كې يې كار پر مخ تللى او هيله من يو چې دا شل په سلو كې كار به يې هم په برياليتوب پرمخ ولاړ شي.))
خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي او د اقتصادي چارو شنونكي حكومت د بندونو په جوړولو كې په بې پروايۍ تورنوي او وايي، په تېره څه باندې يوه لسيزه كې د نړيوالو د ډېرو مرستو سره سره د بندونو جوړولو ته كومه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.
د ولسي جرګې غړى كمال ناصر اصولي وايي، ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان كې بندونه جوړ شي، له هېواد څخه وتونكې اوبه ذخيره او ګټه ترې واخستل شي.
اصولي زياتوي، ايران او پاكستان هڅه كوي چې په افغانستان كې د اوبو بندونه جوړ نه شي: ((دغه دوه ګاونډي هېوادونه د افغانستان د زيربناو چې مهمه يې برېښنا ده مخه نيسي او نه غواړي د افغانستان اقتصاد پرخپلو پښو ودرېږي.))
د اصولي د څرګندونو له مخې، يادو ګاونډيانو د دې لپاره چې په افغانستان كې بندونه جوړ نشي، زياتې هلې ځلې پيل كړې دي:((ان تر دې چې ايران او پاكستان د اوبو او بريښنا تر وزارت پورې ريښې غځولې دي او په دې وزارت كې ځينې كړۍ او اشخاص نه غواړي چې دغه پروژې پلې شي.))
دغه راز د اقتصادي چارو شنونكى روح الله احمدزى د هېواد په اقتصادي وده كې د اوبو لګولو او برېښنا د توليد بندونه مهم بولي، خو په دې اړه دوه ستونزو ته اشاره كوي: ((له يوې خوا بهرنۍ لاسوهنې او خنډونه جوړول دي او له بل لورې په كور دننه هم د يوه سالم مديريت نشت د بندونو د جوړېدو په مخ كې خنډ شوی دی.))
احمدزى وايي، د سردار محمد داوود خان په وخت كې د دغو بندونو تخنيكي مطالعې شوې دي، خو اوس ځینې چارواكي وايي چې د دې بندونو لپاره لازمې مطالعې نشته:(( زه فكر كوم دا يوازې بهانې دي او عملي اقدام په دې برخه كې نه شته.))
احمدزى وايي چې كه افغان حكومت له دغو فرصتونو چې اوس يې د نړيوالې ټولنې په همكارۍ په لاس كې لري ګټه وانه خلي، نو افغانستان به يو ځل بيا د فقر، ناامنۍ، كمزوري اقتصاد او بدبختيو په لور ولاړ شي.
كليد راډيو د ولسي جرګې د ځېنو غړو او عامو خلكو دغه تور چې د اوبو او بريښنا په وزارت كې ګاونډيو هېوادونو ريښې غځولې دي د ياد وزارت له چارواكو سره شريكې كړې، خو د دې وزارت چارواكو د يادو تورونو د ردولو ترڅنګ دومره حساسيت وښود چې مركه يې په نيمايي كې پرېښوده او په راتلونكې كې يې هم د كليد راډيو سره د مركې نه كولو ګواښ وكړ.
د ياد وزارت مرستيال شجاع الدين ضيايي وويل:(( دا يوه ناسمه خبره ده او په روښانه وايم هغه خلك چې دا غلطې مفكورې د خلكو په منځ كې خپروي بايد عملي واقعيتونو ته چې نن روان دي او دغو عملي پروژو ته وګوري.))
ضيايي وايي، دا يوه اضافه خبره ده چې كړې يې ده. هغه زياتوي: ((تاسې بايد دا پوښتنه زما نه نه واى كړې، تاسو ماته سپكاوى وكړ او زه به هېڅكله بيا ستاسو سره مركه ونه كړم.))
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملي امنیت ریاست وايي، په هرات کې یې د سلما بند د ویجاړولو دسیسه چې د پاکستان په کوټې کې طرحه شوې، خنثی کړې ده.
د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال ویاند شفیق الله طاهري د وري په ۱۲مه خبریالانو ته وویل، له پلان سره سم ۱۳۰۰ کیلو ګرامره چاودېدونکي مواد د پښتون زرغون ولسوالۍ په ده کشک سیمه کې ځای پرځای شوی و: (( د سید ګل په نوم کس، چې غوښتل يي انفجارې توکي د هرات له پشتون زرغون ولسوالۍ څخه د هرات چشت شریف او اوبۍ ولسوالیو ته انتقال کړي د امنیتې کسانو له خوا نیول شوی، د دې انفجاري توکیو څخه یې د انتقال هدف د سلما بند د تاسیساتو له منځه وړل او تخریبول وو.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


