ads

نړيوالو مشرانو د مارګرېټ ټاچر پر مړينې خواشيني څرګنده كړه

د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو د بريتانيا د پخوانۍ لومړۍ وزيرې مارګرېټ ټاچر پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده. د امريکا جمهوررئيس بارك اوباما او د اروپا او پخواني شوروي اتحاد مشرانو مارګرېټ ټاچر د يوې  سترې  سياستوالې او زړورې او هوښيارې مېرمن په نوم ياده د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو […]

نویسنده: TKG
20 وری 1392
نړيوالو مشرانو د مارګرېټ ټاچر پر مړينې خواشيني څرګنده كړه

د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو د بريتانيا د پخوانۍ لومړۍ وزيرې مارګرېټ ټاچر پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده. د امريکا جمهوررئيس بارك اوباما او د اروپا او پخواني شوروي اتحاد مشرانو مارګرېټ ټاچر د يوې  سترې  سياستوالې او زړورې او هوښيارې مېرمن په نوم ياده

د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو د بريتانيا د پخوانۍ لومړۍ وزيرې مارګرېټ ټاچر پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.

د امريکا جمهوررئيس بارك اوباما او د اروپا او پخواني شوروي اتحاد مشرانو مارګرېټ ټاچر د يوې  سترې  سياستوالې او زړورې او هوښيارې مېرمن په نوم ياده کړې ده.

نوموړې پرون د ۸۷ کالو په عمر له يوې مغزي سکتې وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون  د مارګرېټ ټاچر د مړينې په اړه وويل، چې دوى يوه مشره، يوه لومړۍ وزيره او ستره بريتانوۍ له لاسه وركړه.

مېرمن ټاچر د محافظه کار ګوند لومړۍ وزيره وه، چې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۰ پورې يې دغه دنده تر سره کړه.

د بريتانيا د لومړي وزير دفتر ويلي، چې د مارګرېټ ټاچر  مړى د پوځي مراسمو په ترسره کولو سره خاورو ته وسپارل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA