ads

د پاكستاني پوځ په عملياتو كې له سلو زيات كسان وژل شوي

د خيبر اېجنسۍ تيرا دره کې د پاكستاني پوځ د  عملياتو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی. د دوى په وينا، دغه عمليات چې له تېرې جمعې راهيسې پيل شوي، لږ تر لږه ۳۰ سرتېرې او له ۱۰۰ زيات وسله وال په کې وژل شوي دي. د خيبر اېجنسۍ تيرا […]

نویسنده: TKG
20 وری 1392
د پاكستاني پوځ په عملياتو كې له سلو زيات كسان وژل شوي

د خيبر اېجنسۍ تيرا دره کې د پاكستاني پوځ د  عملياتو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی. د دوى په وينا، دغه عمليات چې له تېرې جمعې راهيسې پيل شوي، لږ تر لږه ۳۰ سرتېرې او له ۱۰۰ زيات وسله وال په کې وژل شوي دي.

د خيبر اېجنسۍ تيرا دره کې د پاكستاني پوځ د  عملياتو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ اوښتی دی.

د دوى په وينا، دغه عمليات چې له تېرې جمعې راهيسې پيل شوي، لږ تر لږه ۳۰ سرتېرې او له ۱۰۰ زيات وسله وال په کې وژل شوي دي.

دغه عمليات وروسته له هغه پيل شوي، چې د خيبر اېجنسۍ دغې لرې پرتې سيمه کې د لشکر اسلام، انصار الاسلام او تحريک طالبان توندلارو ډلو ترمنځ نښتې وشوې.

د ملګرو ملتونو د طبيعي پېښو پر وړاندې ادارې ويلي، چې د دغو نښتو له كبله له تيرا درې نه له ۴۰ زرو زيات وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په رپوټونو كې ويل شوي، د ځايي خلکو ترمنځ داسې باور خپور دی، چې د انصار الاسلام جنګيالي او د امن لښکر د خپلې خوښې سرتېري له امنيتي ځواکونو سره په ګډه د لشکر اسلام او طالب غورځنګ جنګياليو پر وړاندې په جګړه کې دي، خو وضعيت لا په بشپړ ډول روښانه نه دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA