ads

په افغانستان كې روغتیايي خدمتونه ټکني دي

زموږ په هېواد کې سربېره پر نورو ستونزو د خلکو روغتیایي وضعیت او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم له ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي. د هرې ټولنې وګړي حق لري چې له لومړنيو مدني حقونو او آزاديو لكه زده كړې، كار، روغتيا، د استوګنې ځاى او د ټولنيزو او سياسي سازمانونو د رامنځ […]

نویسنده: TKG
19 وری 1392

زموږ په هېواد کې سربېره پر نورو ستونزو د خلکو روغتیایي وضعیت او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم له ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي. د هرې ټولنې وګړي حق لري چې له لومړنيو مدني حقونو او آزاديو لكه زده كړې، كار، روغتيا، د استوګنې ځاى او د ټولنيزو او سياسي سازمانونو د رامنځ ته

زموږ په هېواد کې سربېره پر نورو ستونزو د خلکو روغتیایي وضعیت او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول هم له ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.

د هرې ټولنې وګړي حق لري چې له لومړنيو مدني حقونو او آزاديو لكه زده كړې، كار، روغتيا، د استوګنې ځاى او د ټولنيزو او سياسي سازمانونو د رامنځ ته كولو له حق څخه برخمن وي او دغه انساني حقونه د بشري حقونو د نړيوال سازمان په اعلاميه كې هم په ډاګه شوي دي .

حكومتونه د خپلو وګړو د روغتيا مسووليت لري چې او عمومي تدابيرو په نيولو يې ورته تامين كړي، خو له بده مرغه دا وضعيت زموږ په هېواد كې  چې هم د روغتيا سازمان او هم د نړيوال سازمان غړيتوب لري، په ښه او مناسب وضعيت كې قرار نلري.

له هغه ځايه چې افغانستان له مخ په ودې هېوادونو څخه دى او د وګړو منځنى عمر يې له  ۴۰ تر ۴۵ كلونو پورې اټكل شوى، پكې د نورو وګړو تر څنګ د ماشومانو او میندو د مړينې كچه لوړه ده.

یو کال مخکې د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرستې وزیرې ډاکټر ثریا دلیل ویلي وو: (( له هرو ۱۳ ماشومانو څخه یو يې د لومړۍ کلیزې له رسېدو څخه دمخه مري او له هرو لسو ماشومانو څخه یو یې د تنفسي سیسټم د التهابونو له کبله، ۵ کلنۍ ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.))

د نوموړې په وینا، د شويو سروې ګانو پر بنسټ، په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې په هرو سلو زرو زېږونونو کې، ۱۶۰۰ مېرمنو یې ژوند له لاسه ورکاوه، یعنې په ۲۰۰۲ کال کې په هرو ۲۷ دقیقو کې یوې مور خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

هغه زياتوي، په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې سروې ګانو وښوده چې په هرو سلو زرو زېږونونو کې، ۳۲۷ میندو خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، اوس هم د زېږونونو پر مهال د میندو د مړینې ننګونه شته ده او د ۲۰۱۰ ميلادي کال نظر پوښتنې ښيي چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړې زیاته کړه چې د میندو د مړینې د کچې ټیټوالی د باردارۍ او زېږون پر مهال د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ښودنه کوي او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د مور او ماشوم د مړینې کچه نوره هم راټیټه شي.

بلخوا دوه کاله مخکې په كابل كې د ملګرو ملتونو يونیسف ادارې اعلان كړه چې په ورځنۍ كچه په افغانستان كې ۶۰ ميندې د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي، اوس كه دا مړينې د ۶۰ او ۴۴ ترمنځ وي، نو د يوې انسانې غمېزې څرګندويي كوي.

ټولو ته څرګنده ده چې د نورو ستونزو او ناخوالو تر څنګ زموږ د هېوادوالو روغتيايي ستونزې هم ډېرې زياتې دي چې دا په خپله د هېواد په كچه يوه مهمه او بنسټيزه نيمګړتيا بللى شو، ځكه كله چې په يوه هېواد كې هغه هم داسې هېواد چې جګړې ځپلى او له اقتصادي پلوه هم يو وروسته پاتې هېواد وي، روغتيايي اسانتياوې وجود ونه لري او يا هم كم شمېر كسان ورته لاسرسى ولري، نو خامخا به يې د وګړو د مړينې كچه هم اوچته وي.

د هېواد په ډېرى لرې پرتو سيمو كې مو روغتون او يا كلينيك نشته او خلك د ډېر اوږده مزل په زغملو خپل ناروغ د ولايت يا ولسوالۍ مركز ته رسوي، هغه هم كه هلته روغتون وي. دا ستونزه هم ښځو ته ډېره متوجه ده او زيات شمېر ښځې چې له نسايي او ولادي ناروغيو سره مخ كېږي، تر څو چې ورته د لېږد وسيله پيدا كېږي، نو وروسته تر اوږده مزل يې په لاره كې ماشوم او يا هم په خپله مور له منځه ځي او ډېرې نورې، خو بيا د بې تجربې، كورنيو ډاكټرانو له خوا تر درملنې لاندې نيول كېږي چې دا هم له خطر څخه خالي نه دي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې په دا دومره كلونو كې په دې نه يو توانېدلي چې سره له دومره نړيوالو مرستو په هېواد كې د ژوندانه د اساسي (روغتيايي برخې) په ښه والي كې برلاسي شو، شايد دلته هم د نورو ارګانونو او وزارتونو په څېر د مرستو پيسې د يو شمېر كسانو په جېبونو كې لوېدلې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA