ads

په فراه كې وینې وبهېدې

په داسې حال کې چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د هڅو د ګړندي کولو په رابطه د پاکستان له نه همکارۍ څخه پراخ شکایتونه وکړل او جمهور رئیس کرزي د طالبانو پر مشر ملاعمر غږ وکړ چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو لپاره ځان کاندیدولی شي او په کار ده چې […]

نویسنده: TKG
18 وری 1392

په داسې حال کې چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د هڅو د ګړندي کولو په رابطه د پاکستان له نه همکارۍ څخه پراخ شکایتونه وکړل او جمهور رئیس کرزي د طالبانو پر مشر ملاعمر غږ وکړ چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو لپاره ځان کاندیدولی شي او په کار ده چې د یوه ودان

 

 

په داسې حال کې چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د هڅو د ګړندي کولو په رابطه د پاکستان له نه همکارۍ څخه پراخ شکایتونه وکړل او جمهور رئیس کرزي د طالبانو پر مشر ملاعمر غږ وکړ چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو لپاره ځان کاندیدولی شي او په کار ده چې د یوه ودان افغانستان لپاره دا ډله له جګړې لاس پر شي، خو طالبانو په فراه ولایت کې د ډله ییزو ځانمرګي او وسله والو بریدونو په ترسره کولو، نه یوازې د دغه ولایت اوسېدونکي، بلکې ټول افغانان د ماتم او وېر په ټغر کینول.

د طالبانو په دغه حمله کې چې د ۱۴مه سهار وختي په ۶ بچو پیل او د مازيګر تر ۴ بجو يې دوام وكړ، نږدې ۳۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹۰ تنه نور ټپیان دي. دا خبر په فراه ولایت کې د روغتیا وزارت کارکوونکو تایید کړی دی.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د چهارشنبې ( د وري په ۱۴مه) سهار وختي شپږ تنه بريد كوونكو د فراه ولايت د استيناف محكمې ودانۍ ته ننوتل او د چارواكو له قوله تر مازيګره يې جګړې ته دوام وركړ چې بالاخره د دغو بریدګرو په وژلو دغو ډله ییزو حملو پای وموند.

د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي كليد ته د بريد د پاي ته رسيدو سره سم په ټليفوني مركه كې ياد روغتون ته د ۲۲ جسدونو د وررسېدو ترڅنګ وویل چې د ۱۴ پوځیانو ترڅنګ ۸۸ تنه نور ټپیان شوي هم دي، خو دا احتمال یې رد نه کړ چې ښايي د ټپیانو او وژل شویو کسانو شمېر لوړ شوي.

خو په فراه ولایت کې ځینو سرچینو چې د نوم له ښودلو ډډه کوله کلید ته د ټلیفون پر لیکه وویل چې د طالبانو په دغو حملو کې نږدې ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۹۰ پورته کسان ټپیان دي.

خو د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي ځینو رسنیو ته د نورو معلوماتو له ورکولو پرته بیا ویلي چې په بريد کې ٧٥ تنه ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره دغو بریدونو کې درې پوليس، يو د ملي اردو سرتيرى او درې ملکي کسان وژل شوي دي .

بلخوا  د فراه ښار يو اوسېدونکي د نوم نه څرګندولو په شرط وويل، له امنيتي ځواکونو څخه يو تن چې په لوړه ودانۍ كې ايسار و، د ټلېفون له لارې  ورته ويلي چې د جګړې د دوام پر مهال يې د پنځو تنو مړي د محکمې په ودانۍ او د څلورو تنو مړي د څارنوالۍ په ودانۍ کې ليدلي خو پېژندلي يې نه دي.

د بريد په سيمه کې د څارنوالۍ،  ښاروالۍ ، ښځو چارو رياست، مخابراتو او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امريت  ودانۍ هم موقعيت لري او د ولايت د مقام ودانۍ يې هم په څو سوه مترۍ کې ده.

د فراه امنيه قومندان مل پاسوال اقا نور کين توز په وينا، دغه كسان ځانمرګي بريد ګر او د ملي اردو جامې يې پر تن وې چې د چهار شنبې په سهار  د ملي اردو په دوو رنجر موټرو کې يادې سيمې ته ورغلي وو.

كين توز وويل چې بريدک وونکو  لومړى د محکمې د رياست مخې ته پر ساتونکو ډزې وکړې او بيا يې يوه رنجر موټر ته چاودنه ورکړه چې دوه تنه بريد کوونکي په هماغه لومړي سر کې ووژل شول .د هغه په وينا تر چاودنې وروسته څلور نور بريدکوونکي د محکمې ودانۍ ته ننوتل او تر مازيګره يې مقاومت وكړ چې ۴ بجې يې يو تن په ټپي حالت كې امنيتي ځواكونو ونيو.

د هغه د څرګندونو له مخې، دا بريد په داسې حال کى شوى  چې ټاکل شوې وه په دغه ورځ د وسله والو طالبانو اړوند څو کسان په همدې محکمه کې محاکمه شي.

طالب وياند قاري محمديوسف احمدي وايي، چې دغه بريد د دوى کسانو کړى او ادعا يې كړې چې په دغه بريد کې شل تنه دولتي کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپيان شوي دي .

د فراه ولایت اوسېدونکي چې ماتم په سر اخستي دي د طالبانو دغې ډله ییزې حملې سخت راپارولي او وايي چې دا ډول بریدونه، نه یوازې دوی هدف ته نه رسوي، بلکې په خلکو د کرکې سبب هم ګرځي.

د دغه ولایت یو تن اوسېدونکي چې نه یې غوښتل، نوم یې واخستل شي او ژړا نیول وو، داسې وویل: (( دا خدای لپاره بیا زموږ وینې توی شوې، پر موږ یې ماتم جوړ کړ، په یو نیم سل کورنیو کې یې ماتم جوړ کړی، د خدای لپاره د دغو ملکیانو څه ګناه وه، یا الله زموږ عرض ته په خپله واخلې. دا ماتم به څو میاشتې دوام وکړي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA