د مصر د مرکز قاهرې په شمال کې د مسلمانانو او قبطي عيسويانو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وژل شوي دي. چارواكو پرون ويلي، چې دا شخړه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې وه.
د مصر د مرکز قاهرې په شمال کې د مسلمانانو او قبطي عيسويانو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وژل شوي دي.
چارواكو پرون ويلي، چې دا شخړه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې وه.
ويل کېږي، چې د يو اسلامي مرکز پر دېوال د مسيحي ماشومانو له خوا د رسمونو ايستل د دې شخړې د رامنځ ته کېدو سبب شوى دى.
د رپوټونو له مخې، په نښته کې څلور قبطي عيسويان او يو مسلمان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
د مصر د پنځه اتيا ميليونه نفوس په سلو کې له لسو زياته برخه عيسويان جوړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


