ads

روسان بیا راځي!؟

د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ كال په رانږدې كېدو له افغانستانه د وتلو   تابيا نیسي، خو بلخوا ځېنې راپورونه وايي چې د روسيې د دفاعي چارو مسوولين د ناټو تر وتلو وروسته په افغانستان كې د يوې پوځي شبكې په رامنځته كولو غور كوي. د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ […]

نویسنده: TKG
18 وری 1392
روسان بیا راځي!؟

د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ كال په رانږدې كېدو له افغانستانه د وتلو   تابيا نیسي، خو بلخوا ځېنې راپورونه وايي چې د روسيې د دفاعي چارو مسوولين د ناټو تر وتلو وروسته په افغانستان كې د يوې پوځي شبكې په رامنځته كولو غور كوي.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ كال په رانږدې كېدو له افغانستانه د وتلو   تابيا نیسي، خو بلخوا ځېنې راپورونه وايي چې د روسيې د دفاعي چارو مسوولين د ناټو تر وتلو وروسته په افغانستان كې د يوې پوځي شبكې په رامنځته كولو غور كوي.

داسې هم ويل كېږي چې د روسیې دفاعي چارواكي حاضر دمه له ناټو سره د دوى تر وتلو وروسته د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه خبرې كوي او كه ورسره ومنل شي نو د روسيې د پوځي اډو ياده شبكه به د افغانستان د ملي امنيتي ځواكونو  لپاره د وسایلو او تجهیزاتو د ترمیم او د اکمالاتو د مرکزونو په توګه کار کوي.

د دغه هېواد د دفاع وزارت د نړيوالو همكاريو د ادارې مشر (( سرګې كوشيليف)) د وري په ۹مه خبريالانو ته وويل چې دوى اوسمهال په افغانستان كې د ترميم خانو د جوړولو په بېلابېلو امكاناتو غور كوي، دغه راز په ناټو كې د مسكو استازي ((الکسانډر ګروشکو)) ویلي چې د جنوبي قفقاز له جمهوریتونو څخه افغانستان ته د اکمالاتو د لارو د غځولو پر امکاناتو هم بحث کېدلی شي.

د روسیې له خوا د اکمالاتو دا نوې لارې به د ترکمنستان او تاجکستان په خاوره کې تیریږي، داسې باور كېږي چې دا به د مسکو له خوا په افغانستان کې د پوځي اډو د جوړولو له پروګرام سره مرسته وکړي او هم به د ناټو او امریکا له ځواکونو سره د وتلو په پروسه کې همکاري وي او دا ځكه چې د دغه هېواد د دفاع وزارت يو چارواكي چې نوم يې نه دى ښودل شوى ويلي چې روسیه په افغانستان كې د خپلې ۱۰ كلنې جګړې د تجربو له مخې غواړي په دې هېواد کې د امریکا او ناټو په ستراتیژۍ کې ځای ونیسي.

دغه هېواد په افغانستان كې د ناټو د ماموريت د ختمېدو په اړه ډېر اندېښمن ځكه برېښي چې لا له وړاندې يې له ناټو تر ۲۰۱۴ وروسته د رامنځته كېدونكي وضعيت په اړه پوښتنې مطرح كړې وې.

اوس هم د روان ۱۳۹۲ كال په دوهمه اوونۍ كې د روسيې د دفاعي كمېټې مشر سرګي ژيګاروف يو ځل بيا ورته خبره وكړه او زياته يې كړه د افغانستان ثبات دوى ته له دې كبله هم زيات اهميت لري چې ترخې تجربې يې بيا د روسيې په سر تكرار نه شي: ((موږ هغه حالت نه دی هیر کړی چې د تاجکستان سره پر ګډه پوله زموږ عسکر ورسره مخامخ شول؛ نو له دې کبله د افغانستان ثبات موږ ته ډېر اهمیت لري.))

دغه راز د وړلد افیرز خپرونه په ۲۰۱۲ كال د امریکا د کانګرس د یوې کمېټې د راپور له مخې وايي، مسکو په افغانستان کې د برېښنا د پروژو د پراختیا لپاره د یو ملیارد ډالرو پانګونې ته هم چمتو والى ښودلى، په راپور كې راغلي چې د دې پيسو یوه اندازه د هغو پروژو د بیا پيل لپاره ځانګړې شوې چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال په کلونو کې پيل شوې وې او بيا يې تر سقوط وروسته پر خپل ځاى نېمګړې پاتې شوې.

تر ۲۰۱۴ وروسته د روسيې بيا ميدان ته د راداخليدو ګونګسو ځينې سياسي كارپوهان په شك كې اچولي او وايي، تر ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان په مسئله كې د روسيې حضور د جګړې اور ته يو ځل بيا د پوكي وركولو په معنی وي.

سياسي شنونكى محمد خالد نور وايي، ۲۰۱۴ كال د افغانانو لپاره د خپلمنځي شخړو د اواري مهم چانس دى، خو كه روسيه خپل حضور وښيي، نو شايد ځېنې اړخونو ته د منلو وړ نه وي:((جګړه اصلا د روسيې د حضور او مداخلې پر ضد پيل شوه او تر اوسه يې هغه دى د اور سكروټې مړې نه دي، خو كه دا ځل بې طرفانه عمل ته هم راځي، خلكو ته به د منلو وړ نه وي، بلكې د جګړې د يو نوي باب د پرانستې زنګ به وي، زما نظر دا دى چې كه د نړيوالو مداخله بنده شي او د افغانستان پر سر سياسي او اقتصادي رقابتونه ختم شي، له شك پرته افغانان هم په خپلو كې سره خبرو او يوې نتيجې ته رسېږي.))

خو د سياسي علومو پخوانى استاد رضوان الله بشرمل بيا په افغانستان كې د روسيې بې قيدوشرطه او بې طرفه فعاليت د اندېښنې وړ نه بولي او زياتوي، افغانستان د بحران له حالته د وتو لپاره نږدې او صادقه ملګري ته اړتيا لري: ((روسيه خو لومړى د ناټو په موجوديت كې مستقيما راتللى نه شي، بله دا چې د افغانستان په مسئله كې يې سخته ضربه هم وخوړه، خو مهمه دا چې  زياتې تېروتنې يې وكړې، د امريكا او متحدينو د راتګ په ورځو كې د روسيې د مرستو په اړه د افغانانو ذهنيت بيخي منفي و، خو اوس د نړيوالو د ناكامه هڅو په نتيجه كې خلك پوهېدلي چې اصلي حقيقت څه دى، د روسيې سياسي حضو بد ګڼم، خو د همكارۍ مسئله يې زما په فكر د پام وړ ده.))

د نظامي چارو كارپوه جنرال رحمت الله رووفي هم وايي، روسيه دا ځل د خپلو ګټو په خاطر په سيمه د حكمرانۍ نيت نه لري، بلكې كېداى شي وغواړي په خپل بې طرفانه حضور د افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو زړه بېرته لاسته راوړي: (( زما په باور د ناټو د وتلو په صورت كې روسيه ممكن له افغان ځواكونو سره د وسلې مرسته وكړي، خو د كومې ګټې په خاطر نه، بلكې په يو بې طرفه شكل، بله خبره دا چې پښتانه د روسانو د تيري پر مهال سخت وځپل شول، پراختيايي كارونه هم ونه شول، خو اوس به هڅه كوي چې دا خلك بېرته دلاسا كړي، نور هېڅ خبره نشته.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA