ads

د پاکستان جمعيت علماى اسلام ګوند ښځې ټاكنو ته هڅوي

د پاکستان د مولانا فضل الرحمن د جمعيت علماى اسلام ګوند وايي، چې د روان کال د مې مياشتې په ټاكنو کې غواړي، چې ښځې ډېرې رايې ورکړي. د مولانا فضل الرحمن د رسنيو د چارو مسوول جان محمد اڅکزي د جناح انسټيټيوټ او اسيا فاونډېشن په يوه سيمينار کې برخه والو ته وويل، چې […]

نویسنده: TKG
17 وری 1392
د پاکستان جمعيت علماى اسلام  ګوند ښځې ټاكنو ته هڅوي

د پاکستان د مولانا فضل الرحمن د جمعيت علماى اسلام ګوند وايي، چې د روان کال د مې مياشتې په ټاكنو کې غواړي، چې ښځې ډېرې رايې ورکړي. د مولانا فضل الرحمن د رسنيو د چارو مسوول جان محمد اڅکزي د جناح انسټيټيوټ او اسيا فاونډېشن په يوه سيمينار کې برخه والو ته وويل، چې د ده ګوند

د پاکستان د مولانا فضل الرحمن د جمعيت علماى اسلام ګوند وايي، چې د روان کال د مې مياشتې په ټاكنو کې غواړي، چې ښځې ډېرې رايې ورکړي.

د مولانا فضل الرحمن د رسنيو د چارو مسوول جان محمد اڅکزي د جناح انسټيټيوټ او اسيا فاونډېشن په يوه سيمينار کې برخه والو ته وويل، چې د ده ګوند د ښځو پر رايو باور لري او هيله يې دا ده، چې ډېرې مېرمنې په ټاکنو کې برخه واخلي.

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې اڅکزي ويلي، چې د مولانا فضل الرحمن جمعيت علماى اسلام  ګوند ډېرو ښځو ته په ټاکنو کې د کانديد په توګه کارتونه ورکړي دي.

د هغه په وينا، په خيبر پښتونخوا ايالت کې شپږ  او په بلوچستان کې څلور مېرمنې د دوى د ګوند په كارت په ټاکنو کې ولاړې دي.

نوموړى وايي، په مذهبي لږکيو کې هم يوه هندو مذهبه ښځه د دوى د ګوند په استازيتوب د مې مياشتې په ټاكنو کې کانديده ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA