د ايران په شهرستان ولايت كې پرون سهار د يوې ترافيكي پېښې له كبله د ۱۵ افغانانو په ګډون اتلس تنه وژل شوي دي. رپوټونه وايي، يوه تېل وړونکې لارۍ، چې د چارواکو په وينا تېل يې قاچاقول، له داسې موټر سره ولګېده، چې ناقانونه افغانان يې لېږدول.
د ايران په شهرستان ولايت كې پرون سهار د يوې ترافيكي پېښې له كبله د ۱۵ افغانانو په ګډون اتلس تنه وژل شوي دي.
رپوټونه وايي، يوه تېل وړونکې لارۍ، چې د چارواکو په وينا تېل يې قاچاقول، له داسې موټر سره ولګېده، چې ناقانونه افغانان يې لېږدول.
ايراني چارواکي وايي، په وژل شويو کې ۱۵ هغه افغانان وو، چې د دوى خاورې ته په ناقانونه ډول ننوتي وو.
دا نه دې ويل شوي، چې دغه افغانان د افغانستان د کومې سيمې اوسېدونکي دي.
ايران په نړۍ کې د ټرافيکي پېښو له پلوه تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوى دى.
شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې د کال تر ۴۰۰ زرو ډېرې ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي او شاوخوا ۲۰ زره کسان په کې مري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

