د پاکستان حکومت د دغه هیواد ۱۰۵ تنه سرتیري له طالبانو سره د اړیکو لرلو په تور نیولي دي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس حکومت پتیلې، چې له طالبانو سره د دوى د اړیکو موضوع وڅېړي
د پاکستان حکومت د دغه هیواد ۱۰۵ تنه سرتیري له طالبانو سره د اړیکو لرلو په تور نیولي دي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس حکومت پتیلې، چې له طالبانو سره د دوى د اړیکو موضوع وڅېړي او یادو کسانو ته قانوني جزا ورکړي.
د دغو ۱۰۵ کسانو له ډلې ۲۹ تنه یی په خیبرپښتونخوا، ۳۰ یی په سند او ۴۶ کسان یی په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي دندو بوخت دي.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې له طالبانو سره د دغو کسانو د اړیکو له امله ګڼ چاڼیز عملیات هم بې نتیجې پای ته رسیدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

