د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د شمالي کوریا پر وړاندې له خپل متحد جنوبي کوریا څخه دفاع کوي. جان کیري پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د شمالي کوریا تازه ګواښونه د منلو نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د شمالي کوریا پر وړاندې له خپل متحد جنوبي کوریا څخه دفاع کوي.
جان کیري پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د شمالي کوریا تازه ګواښونه د منلو نه دي.
شمالي کوریا په دې وروستیو کې چې د امریکا او امنیت شورا لخوا د خپلو اټومي ازموینو پر سر له سختو بندیزونو سره مخ شوه، د جنوبي کوریا پر وړاندې د جنګي حالت اعلان وکړ.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون هم پرون پر شمالي کوریا غږ وکړ چې د ټوکیدلو اختلافاتو د حل لپاره باید فوري مذاکراتو ته کښیني.
نوموړي له پوځي اقداماتو سره مخالفت وښود او وویل چې اټومي ګواښونه کومه لوبه نه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


