په كابل كې د پاکستان سفارت ويلي چې هېواد يې له افغانستان سره پر پوله د تعمېراتي چارو له پيل څخه مخكې يې افغانستان په جريان كې پريښى و.
په كابل كې د پاکستان سفارت ويلي چې هېواد يې له افغانستان سره پر پوله د تعمېراتي چارو له پيل څخه مخكې يې افغانستان په جريان كې پريښى و.
سفارت د بهرنيو چارو وزارت په حواله نن په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې دوى دغه کار له معمول سره سم پيل کړى دى.
تر دې دمخه د ننګرهار چارواکو خبر ورکړى و، چې د ګوشتې او لالپورې ولسواليو په سرحدي سيمو کې پاکستان د دروازې لګولو چارې پيل کړې دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين پرون د پاکستان سفير صادق خان احضار کړ او په دې اړه يې خپله اندېښنه ورته څرګنده کړه.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دوى له افغانستان سره ګډ درې اړخيز تړون لاسليک کړى، چې له مخې يې، له ګډې پولې سره نـږدې د هر ډول فعاليتونو ترسره کولو پر مهال بايد يو هېواد بل خبر کړي چې دا كار يې كړى.
پاکستان ددې كار هدف د افغانستان له ننګرهار ولايت سره پولې ته نږدې په خپله خاوره کې د ترهګرو او ورانکارو د تګ راتګ مخنيوى بللى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

