د كابل او واشنګټن تر منځ د بګرام زندان د سپارلو اوږدې ناندرۍ پای ته ورسېدې، خو داسې راپورونه په لاس کې دي چې په هلمند ولایت کې له بریتانوي ځواکونو سره هم په لسګونه افغانان بندیان دي او افغان لوري ته یې له سپارلو ډډه کوي.
د كابل او واشنګټن تر منځ د بګرام زندان د سپارلو اوږدې ناندرۍ پای ته ورسېدې، خو داسې راپورونه په لاس کې دي چې په هلمند ولایت کې له بریتانوي ځواکونو سره هم په لسګونه افغانان بندیان دي او افغان لوري ته یې له سپارلو ډډه کوي.
د منتقدینو په خبره د بګرام زندان له سپارلو وروسته کېدای شي چې په مېشتو بریتانوي ځواکونو هم د افغان حکومت فشارونه زیات کړای شي. یوې بریتانوۍ ورځپاڼې ویلي، لسګونه هغه افغانان چې د برېتانوي ځواکونو له خوا په هلمند کې بنديان دي، تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.
په بګرام کې د موجودو بندیانو د انتقال پر سر د کابل او واشنګټن ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې ناندرۍ روانې وي. د ۱۳۹۰ کال په وروستیو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ په دې اړوند یو هوکړه لیک هم امضا شو، خو امریکا په دې پلمه چې ګواکې افغان دولت به ټول بندیان خوشې کړي، د دغه زندان د سپارلو چاره ځنډولې وه.
خو بالاخر د دغه زندان ټولې چارې د روان ۱۳۹۲ کال د وري په ۵ مه افغان حكومت ته وسپارل شوې، مګر لا هم شاوخوا سل تنه بندیان د بګرام په پوځي اډه کې امریکايي ځواکونو له ځانه سره ساتلي چې ویل کېږي بیا وروسته به یې پر سپارلو فکر وشي.
۴زره بندیان
د بګرام زندان د سپارلو په برخه کې د حکومت له خوا ګمارل شوی استازی ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي چې دا د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده چې تر اوږدو بحثونو وروسته د زندان د لېږد چاره عملي کېږي، هغه وايي:(( امریکايانو زموږ اصولي موقف ومانه چې له مخې به یې د هر بندي محاکمه د هېواد د قوانینو پر بنسټ کېږي.))
احمدزي له امریکايي چارواکو مننه وکړه چې د هغه په وینا د افغان حکومت دې غوښتنې ته يې غاړه کېښوده او د دغه هېواد قانون ته يې په درنه سترگه وکتل.
دغه راز د نظامي پولیسو عمومي قومندان جنرال محمد فاروق په وینا، د زندان د چارو د سپارلو له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۴ زره بندیان افغان حکومت ته سپارل شوي دي.
د فاروق په خبره د ۱۳۹۰ کال د كب میاشتې د ۱۹ مې نېټې د هوکړه لیک له مخې د زندان یوه برخه پخوا افغان لوري ته سپارل شوې وه.
فاروق زياتوي، د شپږو میاشتو په موده کې افغان حكومت ته ۳۰۵۱ زندانیان د امریکایانو له خوا وسپارل شول: (( په دویم پړاو کې بیا چې د تېرکال (۱۳۹۱) له قوس میاشتې پیل شوی وو، او تر دغه دمه چې زه تاسې سره خبرې کوم، ۹۴۹ نور بندیان موږ ته سپارل شوي چې په دې سره د سپارل شویو ټولو بندیانو شمېر شاوخوا ۴ زره کسانو ته رسیږي.))
د فاروق په خبره، یو محدود شمېر بندیان د امریکایانو په واک کې دي چې هغه به هم د افغانستان حكومت ته وسپارل شي: ((تر اوسه د ۱۳۷۶ بندیانو دوسیې څېړل شوي او له بنده خوشې شوي دي.))
مهم ګام
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورد د بګرام زندان د چارو لیږد د افغانستان او نړیوالې ټولنې په اړیکو کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل چې سیاسي او پوځي ليږد دواړه د افغانستان خلکو او افغان چارواکو ته زيات ارزښت لري.
د ډنفورد په خبره، افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل د افغانستان د ملي حاکمیت ښکارندوی دی. نوموړي زياته كړه، افغان حکومت دا وړتیا په ډېرې قربانۍ او هلو ځلو ترلاسه کړې ده: (( په تېره یوه لسیزه کې افغانستان نه یوازې په امنیتي برخه کې بلکې د ژوند په نورو برخو کې یې هم د پام وړ پرمختګونه کړي. نن ډېر شمېر افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی لري، ټولې دا لاس ته راوړنې د هغې قربانۍ نتیجه ده چې موږ په ګډه ورکړې دي.))
د بګرام زندان د مسوولیتونو د لېږد په غونډه کې د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو او ژمنه یې وکړه چې د بګرام زندان د بندیانو دوسیې به په قانوني موده کې چې ۳۰ ورځې دي، وڅېړي او هیڅ بې ګناه کس به په سزا محکوم نه کړل شي.
د چارواکو په وینا هغه کسان چې وروسته له دې د نړیوالو ځواکونو له خوا نیول کیږي په ۹۶ ساعتونو کې به افغان لوري ته سپارل کېږي، خو هغه بهرني کسان چې د نړیوالو ځواکونو له خوا په افغانستان او یا بهر کې نیول شوي له بهرنیو ځواکونو سره به پاتې شي.
خطرناك بنديان
یو له هغو علتونو چې امریکايي پوځیانو د بګرام زندان له هوکړه لیک سره سره د دغه زندان ټولې چارې افغان لوري ته نه سپارلې، په دغه زندان کې د خطرناکو بندیانو شتون ګڼل شوی و.
د پنتاګون (دفاع وزارت) یوه ویاند جورج لیټل د ۱۳۹۱ کال د کب په ۲۷مه ویلي وو چې امریکا د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري، خو وېرېږي چې خطرناک بندیان وسله وال نشي:(( د افغانستان حکومت د بګرام زندان د سپارلو لپاره لېواله دی، خو امریکا دا وېره لري، که چېرې دغه زندان افغانانو ته وسپارل شي، شاید “خطرناک بندیان” بېرته وسلو ته لاس کړي.))
د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پرمهال د پوځ جنرال عبدالواحد طاقت هم د امریکا همدې اندېښنې ته اشاره لري او وايي، افغان دولت ته د زندان د ټولو چارو د سپارلو با وجود د ۱۰۰ بندیانو نه سپارل، د امریکا همدا اندېښنه په ډاګه کوي:(( امريكا اندېښنه لري، دغه خلک چې خطرناك بنديان يې بولي، ښايي افغان حكومت يې خوشي كړي.))
طاقت په دې عقیده دی چې جمهور رئیس کرزی به د بګرام زندان یو شمېر بندیان خامخا خوشې کړي، ځکه چې جمهور رئیس له طالب لوریو سره د سولې د خبرو اترو په هڅه کې دی، طاقت وايي: (( كرزى غواړي طالبانو ته ووايي چې وروره ما خو دغه ستاسې بنديان درخوشي كړل، خطرناك مې هم خوشې كړل.))
د جنرال طاقت په عقیده کرزی که بندیان خوشې کړي او که نه، خو اړینه ده چې د بهرنیانو ټول هغه زندانونه چې په افغانستان کې دي، وتړل شي.
امنيتي اندېښنې
د منتقدینو په خبره بلې اندېښنې چې امریکايي ځواکونه افغان لوري ته د بګرام زندان له تسلیمۍ څخه راګرځول، هغه د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د دغه زندان د ساتلو مسئله وه.
خو د بګرام زندان د لېږد په مراسمو كې د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي وویل چې افغان ځواکونه د دې زندان د ساتلو پوره توان لري او هېڅ ډول ستونزه به په دې برخه کې رامنځ ته نه شي:(( موږ د دې مسوولیت د ترلاسه کولو لپاره له مخکې تیاری نیولی، د ملي دفاع وزارت ځان ژمن بولي چې د نړېوالو معیارونو سره سم او د بشري حقوقو په رعایتولو له بندیانو سره چلند وکړي.))
د بسم الله محمدي په خبره د افغانستان حكومت باوري دى چې له دغو بنديانو به په ښه او منظمه توګه ساتنه وكړي: (( زه د دفاع وزیر په توګه ډاډ ورکوم چې له بندیانو څخه به په ښه او منظم ډول ساتنه کوو.))
له بل لوري د دفاع وزارت مرستيال وياند وايي چې د ملي دفاع وزارت د بګرام زندان د امنیت لپاره یوه نوې پوځي قطعه هم جوړه کړې ده.
مرستیال ویاند دولت وزیري وویل، د پوځي پولیسو په نوم فرقه به د بګرام زندان د امنیت ټولې چارې سمبالوي.
له بل لوري اسوشیتېد پریس خبري اژانس د یو امریکايي مقام له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي چې د شوي توافق له مخې افغان لوری باید د داسې یوې پروسې کارول یقیني کړي چې خطرناک بندیان به نه خوشې کیږي. د راپور له مخې دا توافق هم شوی چې دواړه لوري باید د اختلافاتو د ختمولو لپاره ګډ کار وکړي.
بګرام زندان د کابل په شمال کې نژدې ۴۰ کیلومتره لرې د پروان ولایت په یوه هوايي اډه کې پروت دی چې ناټو او بهرني ځواکونه یې کاروي. روسانو هم له ۱۳۵۸ تر ۱۳۶۷ پورې له بګرام څخه د لويې اكمالاتي او پوځي اډې په توګه كار اخسته. په ۱۳۸۰ كال د طالبانو تر سقوط وروسته ایتلافي ځواکونو نه یوازې په دغه سیمه کې هوايي او پوځي اډه جوړه کړه، بلکې د طالبانو او القاعده شبکې بندیان به یې په کې ساتل. د ۱۳۸۴ كال په چنګاښ كې د بګرام له زندان څخه څلور تنه بنديان چې خطرناك يادېدل وتښتېدل. د ۱۳۸۶ كال په كب كې د امريكا د هغه مهال په مرستيال جمهور رئيس ډيك چيني په بګرام كې ځانمرګى بريد وشو چې تر۲۰ ډېر كسان په كې ووژل شول. د ۱۳۸۹ كال په ثور مياشت كې په دغه زندان كې د شكنجې او ځورونو رپوټونه خپاره شول. د ۱۳۹۰ كال د کب په ۱۹مه افغان حكومت ته د بگرام زندان د سپارلو موافقه هم لاسليك شوه او د ۱۳۹۲ کال د وري په ۵مه د دغه زندان چارې افغان حکومت ته وسپارل شوې.
فقط انګریزي زندان
بګرام زندان په داسې حال کې افغان حکومت ته سپارل کېږي چې د راپورونو له مخې په هلمند ولایت کې هم په لسګونو افغانان له برتانویانو سره بندیان دي.
د پژواک په حواله یوې برېتانوۍ ورځپاڼې (دي ګارډين) د وري په ٥مه خبر ورکړ، لسګونه هغه افغانان چې د برېتانوي ځواکونو له خوا په هلمند کې بنديان دي، تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.
د ګارډين په راپور کې راغلي چې د بګرام تر سپارلو وروسته برېتانيا يوازينى بهرنى هېواد دى چې په خپلو زندانونو کې يې افغان بنديان ساتلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په هلمند کې مېشت د برېتانوي ځواکونو قومندانان نه غواړي هغه بنديان خوشې کړي چې دوى ورڅخه د خطر وېره لري.
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، په افغانستان کې چې د هر هېواد له خوا افغان بنديان ساتل کېـږي، غيرقانوني کار دى.
خو وروستی خبر دا دی چې افغان دولت د ملي امنیت شورا ته دنده سپارلې چې له بریتانوي حکومت سره افغان لوري ته د هغو بندیانو د لېږد په اړه وغږېږي چې له دغو ځواکونو سره بندیان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


