په نیمروز ولايت کې د اوبو د کموالي ستونزه نوې نه ده، خو داسې ښکاري چې د دې ولایت په ګنګ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزه تر نورو سیمو ډېره جدي او خلك يې كډه كولو ته مجبوره كړي دي.
په نیمروز ولايت کې د اوبو د کموالي ستونزه نوې نه ده، خو داسې ښکاري چې د دې ولایت په ګنګ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزه تر نورو سیمو ډېره جدي او خلك يې كډه كولو ته مجبوره كړي دي.
د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي كه دولت يې غم ونه خوري، نو د اوبو د کموالي له كبله به د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شي ځکه دا مهال د دوى په سيمه كې كرنه له منځه تللې او څاروي يې هم د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د دغې ولسوالۍ يو اوسېدونكى شېر احمد بي بي سي ته ویلي: (( د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د اوبو د نشتوالي له كبله په ډېر ناوړه حالت کې ژوند تېروي.))
د نوموړي په وینا، پخوا د کنګ ولسوالۍ دریمه برخه تر اوبو لاندې وه، خو اوس خلک د څښاک لپاره هم اوبه نه لري: ((څاګانې لرو، خو د هغو اوبه تروې دي هېڅ ګټه نه شو ځينې اخستى.))
د نمیروز مرستیال والي محمد قاسم خدري د ځایي اوسېدونکو د ستونزو د تایید ترڅنګ وايي چې د خلکو د دې ستونزې د اواري لپاره یې یو لړ ګامونه پورته کړي دي.
خدري زیاته کړه: “په ټول نیمروز کې د اوبو د کموالي ستونزه شته، خو په کنګ ولسوالۍ کې د نورو سیمو په پرتله دا ستونزه ډېره جدي ده.))
نوموړي وړاندې وويل: (( کوم معلومات چې تاسې له خلکو تر لاسه کړي سل په سلو کې سم دي. هلته خلک له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي، والي صاحب ډېرې هڅې کړې چې په هر ډول کېدای شي دا ستونزه د مرکزي ادارې او د اوبو او انرژۍ وزارت له لارې اواره كړي.))
خو د سیمې اوسېدونکي وايي حکومتي چارواکو د دې ستونزې د اواري په برخه کې هېڅ نه دي کړي او له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې په دې برخه کې لاس په کار شي.
بل خوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي په کنګ ولسوالۍ کې ځکه اوبه کمې شوي دي چې د سیند اوبه د ایران خاورې ته اړول شوي او د دې ولسوالۍ ویالۍ هم ډکې دي او پاکولو ته اړتیا لري.
خو د نیمروز مرستیال والي وايي اوس اصلا په هلمند سیند کې اوبه نشته او یوازې د لشکري په نوم نهر کې ډېرې کمې اوبه دي چې د مرکز زرنج اوسېدونکو له څښاک څخه نه اضافه کېږي.
د افغانستان د اوبو رسولو عمومي مشر داد محمد بهیر بیا وايي، په نیمروز کې د اوبو کموالی له دې کبله دی چې دغه ولایت په نسبتا وچه او ریګي سیمه کې پروت دی او دوامداره وچکالۍ هم د اوبو د کموالي ستونزه لا پسې پراخه کړې ده.
چارواکي وايي، په نیمروز ولایت کې د اوبو د کموالي د ستونزې اوارول د دوی په لومړیتوبونو کې دی.
جمهور رئيس حامد کرزي کابو دوه اوونۍ مخکې د ازادې جرګې په نوم د بي بي سي په خپرونه کې وویل چې په نیمروز کې د اوبو د کموالي له ستونزې خبر دی: (( زه ژمنه كوم چې څومره ژر کېدای شي دې ستونزې ته به د حل لار پیدا کړم.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


