ads

قطر په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګېدو په برخه كې مرسته كوي

جمهور رئيس حامد کرزي تېره ورځ په دوحه کې د قطر له امير حمد بن خليفه آل ثاني او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه له خبرو وروسته د خليج د سيمې د دغه کوچني هېواد دوه ورځنى سفر پاى ته ورساوه. جمهور رئيس حامد کرزي تېره ورځ په دوحه کې د […]

نویسنده: TKG
12 وری 1392
قطر په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګېدو په برخه كې مرسته كوي

جمهور رئيس حامد کرزي تېره ورځ په دوحه کې د قطر له امير حمد بن خليفه آل ثاني او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه له خبرو وروسته د خليج د سيمې د دغه کوچني هېواد دوه ورځنى سفر پاى ته ورساوه.

جمهور رئيس حامد کرزي تېره ورځ په دوحه کې د قطر له امير حمد بن خليفه آل ثاني او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه له خبرو وروسته د خليج د سيمې د دغه کوچني هېواد دوه ورځنى سفر پاى ته ورساوه.

جمهور رئيس كرزي ته د قطر امير، چې هېواد يې د طالبانو د استازو کوربه دى، ژمنه ورکړه چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات د ټينګېدو په برخه کې تروسه وسه مرسته وکړي.

جمهور رئيس حامد کرزي قطري امير ته ويلي، افغانستان هيله لري، چې قطر به د طالبانو او د افغانستان د سولې د عالي شورا ترمنځ د خبرو لار اواره کړي.

دوحې ته د جمهور رئيس کرزي له سفر سره په يووخت وسله والو طالبانو وويل، چې دوى به له حامد کرزي سره خبرې ونه کړي او په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستنې مسئله هم د افغانستان له حکومت سره تړاو نه لري.

د جمهور رئيس کرزي وياند اېمل فيضي ويلي، چې د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ افغان پلاوي په قطر کې له طالبانو سره خبرې نه دي کړي

نوموړي د دوحې د سفر هدف له قطري چارواکو سره سلامشوره بللې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA