په غزني کې د مدني ټولنو او د ولایتي شوراغړي وايي تېركال په دغه ولايت كې شاوخوا ۸۵ فيصده نجونې د ناامنیو او ټولنیزو ستونزو له کبله د زده کړو له نعمته بې برخې پاتې شوې دي.
په غزني کې د مدني ټولنو او د ولایتي شوراغړي وايي تېركال په دغه ولايت كې شاوخوا ۸۵ فيصده نجونې د ناامنیو او ټولنیزو ستونزو له کبله د زده کړو له نعمته بې برخې پاتې شوې دي.
دوى زياتوي، لا هم د غزني ولایت له ۱۸ په ۱۴ ولسواليو كې د نجونو د ۸۵ فيصده ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي.
د غزني د ولایتی شوراغړې حمیده ګلستاني وايي زياتره خلك د امنيتي ناقراريو له كبله نجونې ښوونځيو ته نه پرېږدي او سيمه ييز حاكم دودونه هم په دې برخه كې نجونو ته خنډ شوي دي: (( د پوهنې د مسوولینو بې کفایتي هم د نجونو د زده کړو په مخه كې غټه ننګونه ده.))
د دغه ولايت د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي هم د ښوونې او روزنې ستونزو په مخه كړې او وايي، د نوي حكومت د رامنځته كېدو ۱۱ كلونه تېر شوي، خو لا هم د غزني په ځينو ولسواليو كې نجونې د زده كړې له حق څخه محرومې ساتل شوي: ((لويه ستونزه دا ده چې په دې اړه د غزنې نجونو ته پام نه دى شوى او د علم له پوهې لرې ساتل شوې دي.))
نوموړې وايي په غزني كې د نجونو د ښوونځيو ستونزه اوسنۍ نه ده، بلكې له څو كلونو راهيسې د ګډوډيو له كبله په سيمه كې زياتره ښوونځي تړل شوي دي: (( ځينې ښوونځي د لنډې مودې لپاره پرانستل شوي، خو بېرته سمدستي د ناامنۍ له كبله تړل شوي پاتې دي، نجونې اوس بيخي ناهيلې شوې دي.))
بلخوا د غزني اوسېدونكې نجونې هم وايي چې د طالبانوله واکمنۍ څخه وروسته يې په ډېره لېوالتيا او له ګڼو هېلو سره ښوونځيو ته په تګ لاس پورې كړ، خو اوس داسې ښكاري چې د علم او لوړو زده كړو ارمانونه به ګور ته يوسي.
پېغله سپوږمۍ د غزني په مركز كې د قلاتي كلي اوسېدونكې ده، هغه وايي په ډېره خوارۍ یې تر شپږم ټولګي ښوونځى ولوست، خو دا ډېره موده كېږي چې د نا امنۍ له كبله يې د ښوونځي مخ هم نه دى ليدلى، هغه وايي: (( موږ خوشاله وو چې یوه ورځ به بیا د ښوونځیو دروازې پرانستل شي او د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو له بركته به امنيت كابو شي، خو له دې سره سره موږ ته د ښوونځي دروازې خلاصې نه شوې.))
د ياد ولايت د پوهنې رئیس احسان الله ناشر كه څه هم امنیتي وضعې ته په کتو سره د پوهنې په برخه کی د نجونو حضور ښه او د قناعت وړ بولي، خو زیاتوي چې په کورنیو کې د پوهې د کچې کموالی، ټولنیز دودونه او په کمه اندازه امنیتي حالت هغه څه دي چې له كبله يې ډېری نجونې نشي کولی ښوونځیو ته ولاړې شي او زده کړې وکړي، ناشر زياته كړه: ((د دغه ډول ناخوالو له كبله اوس حتی هلکان هم نشي کولی زده کړې وکړي.))
د یادونې وړ ده چې دا مهال د غزني ولایت د ښوونځیو شاوخوا ۳۵ په سلو كې زده کوونکې نجونې دي چې د مرکز او د ګوتو په شمار ولسوالیو کې په زده کړو بوختې دي، په داسې حال كې چې د نا امنۍ له كبله د ښار په څلور كېلو مترۍ كې هم د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


