په چين كې تېره ورځ د ځمكې ښويېدنې يوې پېښې د تبت د كانونو يوه سيمه ځپلې او له كبله يې٨٣ کان کيندونکي تر خاورو لاندې شوي دي. رپوټونه وايي، د ځمکې ښويېدنې پېښې پرون سهار وختي د څلور کيلومټرو په اندازه ساحه ځپلې ده.
په چين كې تېره ورځ د ځمكې ښويېدنې يوې پېښې د تبت د كانونو يوه سيمه ځپلې او له كبله يې٨٣ کان کيندونکي تر خاورو لاندې شوي دي.
رپوټونه وايي، د ځمکې ښويېدنې پېښې پرون سهار وختي د څلور کيلومټرو په اندازه ساحه ځپلې ده.
د رپوټونو له مخې، دغه کارګران د چين د سرو زرو په ملي کمپنۍ پورې مربوط وو او د ژغورنې چارې روانې دي.
د سيمې ډاكټرانو ويلي، ورته ويل شوي، چې د ژغورل شويو کسانو لپاره تيار واوسي، خو تر اوسه څوک نه دي وروړل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

