په ٢٠١٤ميلادي کال کې په افغانستان کې د پوځي ماموريت تر بشپړېدو وروسته د ناټو تړون غړي هېوادونه نه غواړي، چې په مرکزي اسيا کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي.
په ٢٠١٤ميلادي کال کې په افغانستان کې د پوځي ماموريت تر بشپړېدو وروسته د ناټو تړون غړي هېوادونه نه غواړي، چې په مرکزي اسيا کې دايمي پوځي اډې جوړې کړي.
دا خبره د ناټو د عمومي منشي مرستيال الکسانډر وېرشبو له انټرفاکس خبري اژانس سره په مرکه کې كړې ده.
نوموړى، چې د روسيې په يو ورځنۍ کتنه بوخت و، پرون په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال “الکسي ميشکوف” سره هم وکتل.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ليکلي، په دې کتنه کې پر راتلونکو سياسي تړونونو، له افغانستانه د پوځي تجهيزاتو او پرسونل پر لېږد او په دې برخه کې پر پرتو ستونزو او ګواښونو هم خبرې وشوې.
ناټو هڅه کوي، په افغانستان کې د پوځي ماموريت له پای ته رسېدو سره سم، د بهرنيو ځواکونو زيات پوځي وسايل او نور مواد د منځنۍ اسيا د هېوادونو له لارې انتقال شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


