له خيبر پښتونخو ايالت څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د دې ايالت په مردان سيمه کې د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه د دوو موټر سايكل سپورو په بريد كې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
له خيبر پښتونخو ايالت څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د دې ايالت په مردان سيمه کې د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه د دوو موټر سايكل سپورو په بريد كې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په سيمه كې د پوليسو يوه افسر جعفر خان رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه، چې په سيمه كې پوليسو پر دوو موټر سايكل سورو د ودرېدو امر وكړ، خو هغوى د دې پرځاى چې ودرېږي پر پوليسو ډزې وكړې او په ترڅ كې يې د خوشدل خان په نامه يو پوليس افسر مړ او درې ملكي وګړي ټپيان شول.
د ده په وينا، د پوليسو په ځوابي ډزو كې يو ځانمرګى بريدګر ولګېد، چې له موټر سايكل څخه له لوېدو وروسته يې ځان پورې تړليو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه او بل ملګرى يې چې د څارويو په خونه كې پټ شوى و د پوليسو په ډزو ووژل شو.
همداراز نن له غرمې مخکې د کراچۍ ښار په اتحاد ټاون کې ناڅرګندو کسانو پر يوه ښونځي بريد ترسره کړى، چې له کبله يې د نوموړي ښونځي څښتن رشيد خان وژل شوى او ٦ زده کونکي ټپيان شوي دي.
تراوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې ددې دواړه پېښو پړه نه ده منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


